
ذبیح الله مجاهد د پکتیا د برید اصل هدف په ډاګه کړ
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې اوږدې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه هدف په ډاګه کړ چې له مخې یې د پکتیا په مرکز ګردیز کې د نن ورځي خونړي بریدونه تر سره شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پکتیا د نن ورځې په برید کې اته تنه سرتیرو برخه اخیستې وه، جګړه پر نهه بجې پيل شوه او تر پنځو ساعتونو یې دوام وکړ، چې له امله یې «ټول ټال ۴۳۹» پولیس او عسکرو ته مرګ ژوبله ورسیدله.
باید وویل شي چې د کورنیو چارو وزارت د مرستیال جنرال مراد علي په وینا په دغه جګړه کې تر څلویښت زیات کسان مړه او نیژدې ۱۶۰ نور ټپیان شوي دي. په وژل شویو کې د پکتیا امنیه قومندان جنرال توریالی عبدیاني هم شامل دی.
خو د ذبیح الله مجاهد په وینا په برید کې ټول ۲۷۷ تنه پولیس او عسکر وژل شوي او ۱۶۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
نوموړي وویل چې ټولې درې چاودنې وشوې، دوه چاودنې د برید په پيل کې او دریمه چاودنه په یوه تکتیک سره د ځانګړو ځواکونو د چټک غبرګون پر عسکرو وشوه چې له امله یې هغوی ته هم درنه مرګ ژوبله ورسیده.
نوموړي په خبرپاڼه کې ویلي چې هدف یې د «د دښمن هغه مهمې او شریرې هستې له منځه وړل وو چې په هیواد کې د اشغالګرو امریکایانو د ساتنې او پايښت لپاره له نورو څخه ډير په کار بوخت دي او د هیواد د اشغال د اوږدیدو او کفارو ته د فرصتونو د برابرولو سبب ګرځيدلي دي.».
مجاهد همدرازا وویل چې دوی د نن برید په ترسره کولو سره دوه پيغام ورکړل، لومړی دا چې بهرنیان باید پوهه شي چې په ناکامو ستراتیژیو او باټو نشي کولای چې د ازادۍ غوښتنې پياوړې روحیه کمزورې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «بهرني اشغالګر باید پوه شي چې پخپلو ناکامه او پرسوده ستراتيژيو، غورځو پرځو او کاذبو باټو، وحشتونو او ظلمونو سره نشي کولای د افغان مجاهد ولس د جهاد او آزادۍ غوښتنې پياوړې روحیه کمزوري کړي، هغوی یواځې د تيښتې لار لري، بس. ».
او دوهم پيغام وو چې د مجاهد په وینا «کورني مزدور جهت او غلامان باید درک کړي چې بهرنیان یې د «پیپسي بوتل» په څېر کاروي».
هغه وویل:
«کورني مزدور جهت یا غلامان باید درک کړي چې اشغالګر امریکایان له دوی څخه د خپلو شومو موخو او کفري اهدافو په ترلاسه کولو کې د پيپسي د بوتلو په څير استفاده کوي، کله چې دوی وژل کیږي، بیا يې همدا خپل مشران اوبهرني باداران حتی په ناموس هم صرفه نه کوي.
که دوی په دې ذلیل حالت کې لا هم د غلامۍ دوام ته ژمن وي او د څو روپیو لپاره له خپل دين، هیواد، ملت، استقلال، شخصي عزت، نسل او راتلونکي تاریخ سره خیانت کوي، نو د ټولو به دغه حال وي، ستاسو یو به هم د دې غیرتي ملت له محاسبې څخه خلاص نشئ، مجاهدین تاسو ته په دروغو سره اخطارونه نه درکوي؛ بلکې په عملي میدان کې به مو دا ډول له ګیروان څخه رانیسي او په ذلت سره به مو د مرګ کومې ته سپاري، نور اختیار مو خپل ده، عذر او زارۍ هم نه درته کوو، مګر خوا مو درباندې بده ده، چې کاشکې د کفري اهدافو لپاره په دومره شرم او ذلت سره نه وژل کیدای».
د یادونې وړ ده چې نن ماښام اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله، د ملي امنیت عمومي مشر معصوم ستانکزی او کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس برمک د پکتیا مرکز ګردیز ته ولاړل او د سیمې څخه یې لیدنه وکړه.
دغه پېښه د ولسمشر اشرف غني، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په ګډون پخواني ولسمشر حامد کرزي او اکثرو دولتي چارواکو په کلکو ټکو وغندله.
په بريد کې خو کوم بهرنی نه وو ټول د يوې کليمې مسلمانان وو…. ####
ناپيژاند ته وايم اوس كه پرخپله بسترومري ستا راپورته كيدل په حشر كي ددغه گوداگيانو سر ه دي انشاءالله
الله تعالى دي رحم وكري
د ناپیژانده په شان غلامان د اسلامیت ، افغانیت او حتی انسانیت له هویت او پیژندنی هم د هیواد مظلوم اولس بی برخی کړی دغه خبیث په رښتینی هم ناپيژانده دی امریکایانو ته د کمیشن په ورځ پیژاهد او مظلوم اولس ته ناپيژانده دی ، دا خبیث ایمان خو څه کړی وجدان هم نه لری چه دغه خبیثانو ته دغه یونیفورم چا او د څه دپاره وراغوستی څوک ورته معاشونه او وسلی او د څّه د پاره ورکوی . دغه ناپیژانده له دی هم خبر نه دی چه دغه اشغالګرو د څه د پاره په ع او غ لویو غلامانو… نور لوستل »
سلامونه مجاهد صاحب یوه غوشتنه لرم له مشرانونه چی اول تر ټولو دادداعش فتنه په پيرخيدو ده او ددی ورکيدل اړين کار دی تاسو کوم تدابير لری په اینده کی کنه مننه