نړۍ

د سوریې د اربکیانو عمومي امر ووژل شو

نن د سوریې دولتي خبري اژانس SANA تائید کړه چې د سوریې د پوځ یو لوړ رتبه پوځي افسر چې د بشار الاسد د کاکا زوی وه، له ترکیې سره پولې ته څېرمه پرون د یکشنبې په ورځ له مجاهدینو سره په مخامخ جنګ کې وژل شوی دی.

هلال الاسد چې د سوریې د ملي دفاع د ملېشو (اربکیانو) آمر وه د لاذقیې ولایت په (کسب) ښارګوټي کې له مجاهدینو سره په یو شدید جنګ کې ووژل شو.

د ملي دفاع ملېشه چې د مجاهدینو تر منځه په (شبیحة) مشهور دي د سوریې د پوځ تر څنګه د ملي مقاومت کوونکو د ځپلو لپاره جوړه شوې. دوی له دریو کالو راهیسې د بشارالاسد د نظام ساتندویي او دفاع کوي.

رویټرز خبري رسنۍ د سوریې د بشري حقوقو د څار د کمېټې له قوله وایي چې هلال الاسد له خپلو اوو ۷ تنو ملګرو سره پرون له جبهة النصرة سره په مخامخ جنګ کې ووژل شو.

د سوریې پوځ او اسلامي جنګیالي د جمعې له ورځې راهیسې د (کسب) ښارګوټي د خپلولو په خاطر په سخت جنګ اخته دي.  

دا جنګ هغه وخت شروع شو چې کله درییو جهادي ډلو د لاذقیې ښار د نیولو په خاطر د جنګ اعلان وکړ. لاذقیه د بشار د رژیم یو مهم او ستر مرکز ګڼل کېږي.

د فرانس پرېس خبري اژانس له قوله، د جمعې ورځې راهیسې دواړو غاړو ته اوښتي ځاني تلفات تر ۸۰ تنو پورې رسېږي.

هلا الاسد په لاذقیه کې د لوی قدرت څښتن وه چې په غلا، اختطاف، وهلو، ټکولو، ځورولو او وژلو باندې تورن کس وه. له سیمې څخه رسیدلي مؤثق خبرونه وایي چې د انقلاب له شروع څخه تراوسه پورې هلال الاسد تر ۴۰۰۰ څلور زره نفره ښاریانو پورې بندیان کړي. مقتول په ځآنګړې توګه د پېغلو انجونو په اختطاف کې لوی لاس لاره او کله چې د دولتي تلویزیون له لارې دده د مرګ خبر خپور شو د لاذقیې اسمان د خوښیو انګازو نیولی وه، او مجاهدین دده وژنه خپل ستر بریالیتوب ګڼي چې دده له امله به سوریایي اربکیان له پښو وغورځي. 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x