پلچرخي : بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړی/انځوريز

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶): په پلچرخي محبس کې بنديانو خولې ګنډلي او د نه خوړولو اعتصاب يې کړی.

د زندانیانو په وينا د دوی له لوري د نه خوړولو اعتصاب به تر هغو غځيږي څو چې د دوی غوښتني نه وي منل شوي.

بنديان وايي : زموږ غوښتني دوې دي ، لومړی دا چې بايد د ولاياتو تبديلۍ ازادي شي او دوهم دا چې په قيد کې د نيمايي تخفيف ماده لغوه شي.

د نه خوراک اعتصاب د پلچرخي زندان د مخدرو په بلاک کې چې ټمکيان هم ورته ويل کيږي د اول ، دوهم او څلورم بلاک بنديانو کړی.

په دې وروستيو کې د بنديانو سره د ناوړه چلند او د دوی له لوري د اعتصاب پيښي مخ په زياتېدو شوي چې تر شا يې ډېر لاملونه پراته دي.

د يادوني ده چې څو ورځي وړاندي هم په ياد زندان کې يو تن ديني عالم (مولوي محمد وزير د هلمند د نوزاد اوسېدونکی) د جنايي بنديانو له خوا د چړو په ګزارونو زخمي شو چې وروسته يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

حکومتي چارواکو لا د يادو بنديانو د اعتصاب اړوند رسنيو ته څه نه دي ويلي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.