fbpx

یمن: د امارات دوه پیلوټان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ تله، ۱۳۹۶): د متحده عرب اماراتو د دولتي اژانس «وام» له لوري په خپاره شوې خبر کې ویل شوي چې د دغه هیواد دوه تنه پیلوټان په یمن کې هغه مهال ووژل شول کله چې يې الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله را وغورځېده.

د امارات د پوځ د عمومي قومندانۍ په حواله اژانس ویلي چې په یمن کې د مشروع حکومت څخه د ملاتړ په عملیاتو کې د پیلوټ «علي سعید سیف المسماري» او «بدر یحی محمد المراشده» الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله را وغورځېده چې له امله یې دواړه ووژل شول.

د پيښي او د الوتکې د نوعیت په اړه نور څه نه دي ویل شوي او نه هم د پيښې دقیق ځای په ګوته شوی دی.

باید وویل شي چې له کال ۲۰۱۵ راهیسي د سعودي په مشري د عربي هیوادونو ایتلاف د حوثي ملیشو او علي عبدالله صالح د پلویانو پر خلاف عملیات او بمبارۍ پيل کړي دي چې له امله یې تر اوسه په زرګونو خلک وژل شوي او ټول هیواد د مختلفو ډلو تر منځ د جګړې ډګر ګرځېدلی دی. خو لا دغه ایتلاف توانیدلی نه دی چې د یمن پلازمینه صنعا د حوثیانو څخه ازاده کړي. متحده عرب امارات په دغه ایتلاف کې د سعودي وروسته لویه ونډه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د