پاکستان د پکتیا برید «تروریستي» بللی او غندلی دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر باجوه د افغانستان په پکتیا ولایت کې د طالبانو د تیرې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی دی او د تسلیت مراتب یې وړاندي کړي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر ویلي چې جنرال قمر باجوه په دې اړه وویل چې یوازي د افغانستان او پاکستان ګډه همکاري د ګډ دښمن بیخ ایستلایشي.

د آی ایس پي آر په حواله پاکستاني رسنیو لیکلي چې نوموړي د پکتیا په خونړۍ پيښه کې قربانیانو د تسلیت مراتب وړاندي کړي او ټپيانو ته یې د عاجلې روغتیا دعا کړې ده.

جنرال قمر باجوه څه موده تر مخه کابل ته راغلی وو او د اشرف غني سره یې تر ملاقات وروسته هغه ته د اسلام اباد څخه د لیدنې دعوت هم ورکړی وو چې اشرف غني ورسره منلی وو.

د افغانستان حکومت پر پاکستان تور پوري کوي چې د ډیورنډ غاړي څخه په خپل اړخ کې د وسله والو مخالفینو سره کومک کوي، خو پاکستان یې په کلکه ردوي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د