نړۍ

د کودتا پایلې؛ د مرسي ۵۲۹ ملاتړو ته د مرګ سزا

د مصر یوې محکمې  د کودتا له لارې لرې شوي  ډاکتر محمد مرسي ۵۲۹ ملاتړو ته د مرګ سزا اورولې.

دغه ټول  د اخوان المسلمین نړیوال ګوند  غړي دي او ددوی سره سره نور ۱۲۰۰ کسان هم محاکمه کیږي.

د محمد مرسي باندې له کودتا وروسته د سیسي سیکولر او بې دینه حکومت ټول اسلام پلوي خلکو په خلاف خپلې ټولې وسیلې په کار واچولې، لسګونه زره کسان یې زندانونو ته واچول او په زرګونو نور یې ووژل.

دغه پریکړه د قاهرې یوې محکمې کړې، د ددغو کسانو وکیلان وايي چې ددوی موکلینو ته د خبرو وخت بیخي نه دی ورکړل شوی.

تر دې مهاله د سیسي سیکولر حکومت په زرګونو مصریان وژلي او زندان ته اچولي.

اخوان المسلمین ګوند  مصر کې   تر ټولو زیات  پلویان لري. او په تېرو انتخاباتو کې يې په واضح اکثریت سره ټاکنې وګټلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x