نظــر

دیني مدارس او د هغوی د انحطاط لاملونه

شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني صاحب
ژباړه: محب الله وثیق

زموږ د دیني تعلیمي نظام انحطاط عمده وجوهات څه دي؟ او څرنګه دې مزل ته د ارتقاء په لور تغیر ورکولای شو؟ استاد محترم شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله یې په اړه غږېدلی او د هغوی په لاملونو یې رڼا اچولې چې پښتو بڼه یې ستاسې مخې ته ږدو. (ژباړن)

“له څه مودې راهیسې زموږ د دیني تعلیمي نظام تربیتي او اخلاقي اړخونه د ارتقائي سفر په ځای د انحطاط او تنزل په لور روان دي، تر کومه ځایه چې ما غور کړی دې پایلې ته رسېدلی یم چې زموږ د انحطاط بنیادي عامل او فکتور دادی چې نظام مو وروـ ورو رواجي شکل غوره کوي، او اصلي مقصد او مِشن یې له نظره غورځي، که څه هم زموږ په ژبه تل دا وایو چې زموږ د ټولو کوښښونو مقصد د «دین خدمت» دی، خو ډیر ځله دا خبره صرف د ګفتار تر حده پورې وي، او د زړه په تل کې ځای نه نیسي. که واقعاً زموږ زړونو دا خبره منلې وای نو به مو د ژوند یوه شېبه هم په دې اړه له محاسبې څخه خالي نه وه، او موږ به د خپلو اسلافو په شان همیشه له ځان سره دا فکر کاوه چې آیا زموږ په کومه کړنه/فعل کې خو به د الله تعالی د رضاء مخالفت نه وی؟ او زموږ موجوده طرز العمل د دین د خدمت لپاره ګټه لري که زیان؟

بالعکس، زموږ ټول توجهات او هلې ځلې د مدارسو په ظاهري بڼه مرکوزې وي چې په هغو کې د بنیادي مقاصدو کوم څرک نه لیدل کیږي، په عمومي ډول د مدارسو منتظمین دا کوښښ کوي چې څنګه د مدرسې شهرت زیات شي؟ څنګه مشهور استادان پکې راغونډ کړل شي؟ او څنګه زما مدرسه او د هغې اهل الحل والعقد د عوامو په منځ کې مقبولیت تر لاسه کړي؟

زموږ خپل طرز العمل ددې ښکارندویه دی چې د مدارسو بنیادي مقصد همدا دی او ددې مقاصدو د حصول په غرض داسې لارې چارې په کار اچول کیږي چې د دين او اهلِ دین له شان سره هیڅ اړخ نه لګوي، بلکې کله کله خو د هغو فرعي مقاصدو د حصول لپاره د غیر مشروع ذرائعو په کار اچولو هم کوم باک نه کیږي، او که په دې اړه کومه بریا تر لاسه شي او دوه ګامه تر نورو مخکې شي نو ګواکې دا د مقاصدو په حصول بریا بلل کیږي. خو دا چې د زده کونکو تعلیمي، اخلاقي او دیني حالت څنګه دی؟ د معاشرې د قیادت په تمه څنګه افراد ترې راباسو؟ او په رښتیني ډول زموږ له دې طرز العمل څخه دین ته څومره ګټه رسیږي؟ دا هغه پوښتنې دي چې په اړه یې څوک چندان غور نه کوي، او که وی هم د نشت په حساب دي.

ددې حالت بنسټیز لامل دادی چې موږ په ژبه خو د دین د خدمت نعره وهلې ده، خو په عملي ژوند کې مو دا مقاصد هېر کړي دي، او د خپلو کوښښونو محور مو هغه ظاهري امور ګرځولي چې یا خو شرعاً مطلوب نه دي، او که مطلوب وی هم په دې شرط چې د ذرائعو درجه ورکړل شي نه دا چې اصلي مقاصد وګرځول شي.

همدا راز په عمومي ډول د استادانو د فکر محور دا وي چې د تدریس لپاره کوم کتاب را وسپارل شي؟ څرنګه په شاګردانو خپل علمي تفوق ومنلای شم؟ په شاګردانو کې د مقبولیت کوم ذرائع په کار واچوم؟ او…. چې زیاتره وختونه په دې نکته غور نه کیږي چې کوم طرز العمل شاګردانو ته ګټور دی، بلکې دې ته کتل کیږي چې آیا دا میتود د شاګردانو د خواهشاتو سره سمون خوري که نه؟ چې په نتیجه کې یې استادان د شاګردانو د لارښوونې او قیادت په ځای د هغوی د خواهشاتو تابع ګرځي، ددې په ځای چې شاګردان د استاد اتباع وکړي، استاد د شاګردانو د خواهشاتو لار نیسي.

په ماضي کې، په ځانګړې توګه مدارسو کې دا رواج و چې د استاد او د شاګرد تر منځ تعلق، صرف یو رسمي او رواجي تعلق نه و چې تر درسګاه پورې به محدود و، بلکې د هغوی تر منځ یو روحاني تړاو موجود و چې د ژوند تر پایه به نه شلېده. د استاد مسئولیت صرف د کتاب تدریس نه، بلکې هغه د شاګردانو مهربان پلار، د هغوی اخلاقي او روحاني مربي، او د علم و عمل په میدان کې د یو شفیق نګران حیثیت درلود، حتی چې د شاګردانو په شخصي معاملاتو کې به هم دخیل و. د هغې نتیجه دا شوه چې شاګردانو به د استادانو له علمي استعداد څخه له استفادې سره سره اخلاقي روزنه هم ترلاسه کوله. ایثار، للهیت، تواضع او داسې نور فاضله اخلاق به یې ترې جلبول، او هر شاګرد به د خپل استاد د علم او عمل رښتینی عکاس و.

خو متأسفانه چې اوس دا پدیدې د «اساطیر الاولین» حصه ګرځي، لامل یې هماغه دی چې استاد خپل مقصد دا ګرځولی چې داسې تقریر وکړي چې شاګردانو د خوښۍ وړ وګرځي، خو دا چې دا تقریر هغوی ته څومره ګټه لري؟ د شاګردانو د تثمیر لپاره هغوی ته کوم مکلفیتونه ور له غاړې شي، هغوی له درسګاه نه بهر څرنګه تعامل لري؟ د هغوی کوم ترجیحات زیانمن دي؟ او ددې زیانمنو ترجیحاتو د له منځه وړلو څه لارې دي؟ په دې اړه غور کونکي نور په کمېدو دي. الا ماشاءالله

د دارالعلوم دیوبند بنیادي ځانګړتیا چې له امله یې له نورو تعلیمي مراکزو څخه امتیازي حیثیت غوره کړ، دا وه چې هغه د «علم برای علم» اداره نه وه، بلکې هغه د انسانانو داسې روزنتون و چې صحیح العقیده، رښتیني او پاخه مسلمانان پکې تیارېدل، هغه کسان چې تر ګفتار یې زیات په کردار سره د اسلام تبلیغ کاوه.

نن سبا زموږ په ټولنه کې تر هر څه مخکې په مدارسو کې ددې روح د تازه کولو او ددې فکر د احیاء ضرورت دی، ځکه؛ که له دې پرته زموږ درسګاوې بریا تر لاسه هم کړي، هغه به محض د «علم برای علم» مرکزونه وي، د مدارسو قیام او په هغه کې څو محدود علوم تدریسول به مقصد وګرځي، چې په اړه یې د اروپا مستشرقین لا له وړاندې سرګرم دي، او موږ به له هغو مزایاوو محروم شو کوم چې ددې علومو د درس او تدریس لازمي شرط بلل کیږي.

هغه اصلي روح چې ورځ تر بلې په مدارسو کې پیکه کیږي، د هغه د تازه کولو او احیاء ذمه داري زموږ د دیني مدارسو د منتظمینو او استادانو په غاړه ده. د هغوی دا فریضه ده چې لمړی د خپلو ذاتي اعمالو جاج واخلي چې آیا دینې علومو زما په شخصیت کې کوم رنګ پیدا کړی که نه؟ الهي خوف او د اخرت فکر مې څومره زیات شوی؟ له الله تعالی سره د تعلق مې څه حال دی؟ د عباداتو ذوق مې څومره دی؟

د انفاق فی سبیل الله چې نور ورته تشویقوو، خپله پکې څومره حصه دار یو؟ د دین په خاطر د ځان او مال د مصرفولو جذبې مې څومره ارتقاء کړې؟ د معاشرې د فساد له امله اضطرابي کیفیت او د هغه د اصلاح فکر مې څومره په ذهن کې خپور دی؟

دا ټول هغه څه دې چې موږ یې باید په اړه فکر وکړو، که په رښتینې ډول دې پوښتنو ته د عملي ځواب ویلو کوښښ وکړو نو خامخا به له یو حسرت سره مخ کیږو، هغه حسرت چې موږ د خپل انحطاط په عواملو باندې فکر کولو ته رابولي، او هغه هم موقت نه بلکې تر هغو پورې مستحضر وي، تر څو چې د یو روښان راتلونکي لپاره مو مزل نه وی پیل کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x