افغانستان

د ټرمپ په جګړه ییزه سټراټيژي کې د سولې ناستې بې ګټې دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت چارواکو يو ځل بيا د پاکستان او امریکا په منځګړيتوب د عمان د وړمې ورځې ناسته ګټوره بللې او هیله يې څرګنده کړې، چې پاکستان به د تېرو څلور اړخیزو ناستو کړې ژمنې هم عملي کړي.

د عمان د سولې په نوم د ناستې اعلان تر ټولو مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير خواجه اصف امریکا ته د خپل سفر پر مهال کړی و، چې وروسته د ګډ حکومت چارواکو هم تائید کړ.

که څه هم ګډ حکومت د عمان د وړمې ورځې غونډې ته خوښي ښکاره کړې، خو طالبانو دغه غونډې يوه «تمثیلي ډرامه» بللې او د چارو شنونکي هم د حکومت په دې خوښۍ هک حیران دي.

د چارو يو شمېر شنونکي وايي، چې د ډونلډ ټرمپ نوې تګلارې کې د سولې خبرې اترې ځای نه لري، د هغه ټول ټينګار پر جګړې او د مخالفينو په ځپلو دی.

ټرمپ په خپلې نوې تګلارې ټوله تکیه د ځمکنيو او هوایي بريدونو او د عسکرو په زیاتولو کړې او ورسره يې پاکستان ته هم د مخالفينو د ملاتړ پرېښودو وروسته ګواښ کړی و.

که څه هم په دې وروستیو کې يو ځل بيا د ټرمپ او پاکستان اړيکې د پخوا په نسبت خوږې شوي او د ګډو هڅو لپاره يې يو بل سره ژمنې کړي، په دغسې وخت کې عمان کې د سولې د ناستې خبرونه په رسنيو کې خپاره شول.

ډېری امریکايي او افغان کارپوهانو په ټينګار سره ويلي، چې ټرمپ به امریکا او افغانستان له اوږدمهالې ستونزې سره مخ کړي او زیاتوي چې يو سل او پنځوس زرو بهرنيو پوځيانو دغه جګړه ونه ګټله، نو څو زره به يې څنګه وګټي.

د څارونکو په باور د عمان غونډه د دې هڅه ده، چې د خلکو نظرونه د ټرمپ له جګړه ییزې سټراټيژي بل لور ته واړوي او دوی خپلو بريدونو ته زور ورکړي.

دغه غونډه له پخوا هم د وخت ضیاع بلل شوې وه، خو هغه وخت، چې طالبانو «تمثیلي ډرامه» وبلله، نوره هم بې معنا شوه.

امریکايي ليکوال ريچرډ کوهن وایي، چې امریکايي پوځيان د جګړې له لارې بريا نه شي ترلاسه  کولای، اخر به هم راوځي، خو ښه چاره يې دا ده، چې سر له اوسه له طالبانو سره په رښتينې معنا د سولې مخامخ خبرې پيل شي.

يو بل مشهور امریکايي ژورنالېست مایکل مور په څرګندو ټکو ويلي، چې «موږ بايد خامخا له افغانستانه ووځو او له افغانانو بښنه وغواړو.»

امریکا يو لور ته بريدونو او بمباريو ته زور ورکړی او بل لور ته د سولې د خبرو په اړه د ناستو هڅې کوي، خو په عین حال کې طالبانو هم خپل بریدونه زیات کړي، ګڼې سيمې يې لاندې کړي او په روانو خبرو کې يې له ګډونه سکوټ انکار کړی دی.

تېره ورځ هم طالبانو په پکتیا او غزني خونړي بريدونه وکړل او دا يې روښانه کړه، چې د هر ډول فشارونو سربېره د بريدونو او زور ښودلو توان لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x