د ټرمپ له نوې سټراټيژي وروسته ولسي مرګ ژوبله زیاته شوې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): له هغه وخته، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله جګړه ییزه سټراټيژي اعلان کړه، د هېواد په ګڼو سيمو کې د امریکايي پوځيانو په عملیاتو او هوایي بريدونو کې د ولسي خلکو سربېره د حکومتي عسکرو مرګ ژوبله هم په بې ساري توګه زیاته شوې، چې د عامو خلکو په ګډون يې د ملي شورا د غړو اندېښنې هم راپارولي دي.

په ننګرهار، کونړ، کندوز، بغلان، هرات، لوګر او نورو سيمو کې پر ولسي خلکو بمبارۍ زیاتې شوي دي، خو حکومت تر اوسه په دې اړه پټه خوله دی او يوازې د ملي شورا ځينې غړي دغه بمبارۍ غندي او د افغانستان په زیان يې بولي.

د مشرانو جرګې غړی هاشم الکوزي او د ولسي جرګې غړې ارین یون ويلي، د ټرمپ د سټراټيژۍ له اعلان وروسته بمبارۍ او ځمکني عمليات زیات شوي، خو په عین وخت کې طالبانو نور پرمختګونه وکړل، نوې سيمې يې لاندې کړي او خپلو بریدونو او چاودنو ته يې زور ورکړی دی.

په تېره لنډه موده کې دوه ځله په هلمند کې پر دولتي عسکرو هوایي بريدونه وشول، په لوګر، روزګان او نورو سيمو کې هم دولتي عسکر د بمبارۍ ښکار شول، خو د ګډ حکومت مسؤولينو تر اوسه د خپلو عسکرو د وينو پوښتنه نه ده کړې.

يوازې په تېرو دوو مياشتو کې په هرات، د کابل قره باغا، کونړ، ننګرهار، لوګر، هلمند، کندوز او ګڼو نورو سيمو کې په هرې بمبارۍ کې لسګونه کسان وژل شوي، خو حکومت پرې پټه خوله دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسي جرګې يو شمېر غړي د ټرمپ نوې سټراټيژي د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف او د سيمې د نا امنه کولو په معنا بولي او کلک مخالفت يې ورسره ښودلی دی.

د چارو شنونکي وايي، چې د ټرمپ نوې سټراټيژي به جګړه نوره هم اوږده کړي، ستونزې به نورې هم پسې پراخې کړي او د سولې دغه نیمګړې هڅې به هم له منځه یوسي.

د ګډ حکومت مشران د ټرمپ نوې سټراټيژي مثبته بولي، تر اوسه يې د ولسي خلکو او حتی د حکومتي عسکرو په وژنه هم نه غمرازي ښکاره کړې او نه يې هم بهرنيو ځواکونو ته احتجاج کړی دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.