افغانستانخبرونه

سعودي عربستان په افغانستان کې وروستي«تروریستي» بریدونه غندلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶):د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي دي او له «ترهګرۍ» سره د مبارزې په برخه کې یې د افغانستان ملاتړ کړی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د پکتیا پرونی برید غندل شوی او د طالبانو دغه عمل یې د «نه بښلو» کړنه بللې ده.

د سعودي شاهي دولت د پکتیا په پروني برید کې د مړو او ټپیانو له کورنیو سره خپله غمشریکي ښودلې ده.

د سعودي سربېره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنې «OIC» سکرتر جنرال ډاکتر یوسف بن احمد الثامین هم د پکتیا پرونۍ پېښه غندلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې پرون یې د پکتیا مرکز ګردېز کې د اتو سرتېرو بریدګرو په وسیله پر ملي پولیسو او د چټک غبرګون پر پولیسو بریدونه وکړل، چې ۴۳۹ پولیسو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بیا وايي، چې د پکتیا په پروني برید کې څلوېښت پولیس مړه او نږدې ۱۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا په پرونۍ پېښه کې د یاد ولایت امنیه قومندان توریالی عبدیاني هم ووژل شو.

د پکتیا پرونۍ پېښه د ګډحکومت دواړو مشرانو، مخکېني ولسمشر حامد کرزي او ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو غندلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x