
د پغمان پر ځای د نوروز جشن په ارګ کې دائریږي
نن ټکی آسیا: د نوروز د جشن دولتي مسئولین وايي چې د نوروز جشن به د پغمان پر ځای د ولسمشر ماڼۍ (ارګ) کې وشي.
د نوروز جشن هر کال د څو هېوادنو لخوا لمانځل کیږي چې سږ کال يې افغانستان کوربه دی.
تر دې دمخه ټاکل شوې وه چې د نوروز جشن به په پغمان کې کیږي او له ډيره وخته ورته تیاریانې روانې وې، خو اوس د جشن مسئولین وايي چې جشن به په پغمان کې نه کیږي.
د نوروز د جشن د کمیسون د دار الانشاء رئیس ګل آغا احمدي ویلي چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د نوروز جشن د «سوله او بشردوستي» تر عنوان لاندې د ولسمشر په ماڼې (ارګ) کې ولمانځل شي.
ده زیاته کړې چې د ۱۳۹۳ لمریز کال نوروز د چې د حمل په ۷مه د پغمان په قصر کې کېدونکی و د ځینو ستونزو له امله هلته ونشو، اوس به جشن په ارګ کې لمانځل کیږي.
دده په وینا د پغمان د پروژې ۹۰٪ کار بشپړ شوی خو په اساسي بڼه د نوروز د لمانځلو لپاره تیار نه دی.
د نوروز د جشن لپاره د تېر کال په جوزا کې کار پیل شوی و، خو تر دې دمه يې کار بشپړ نشو. د دغې پروژې بودیجه ۱۵ میلیونه ډالر وه چې د ۷ میاشتو دننه د ماليې وزارت لخوا ورکړل شوي.
سر بېره پر دې چې ۱۵میلیونه ډالر د ماليې وزارت لخوا اجراء شوي خو د نورز د جشن کمېسون د دار الانشاء رئیس ګل آغا احمدي وايي چې د پغمان ماڼې زیات کارونه لا بشپړ نه دي.
داسې ویل کیږي چې له یوې خوا د پغمان په پروژه کې پراخه درغلي او فساد شوې او له بلې خوا د طالبانو بریدونو په دې وروستیو کې سخت زور اخیستی نو له همدې امله د پغمان پر ځای ارګ کې کیږي.