fbpx

د کوټې په سریاب روډ کې چاودنې ۷ پولیس وژلي، ۲۲ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): نن د چهارشنبې په ورځ د کوټې ښار په سریاب روډ کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۷ تنه پولیس وژل شوي او۲۲ تنه نور ټپیان شوي دي چې په هغو کې لږ تر لږه د ۲ کسانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ نه دی.

د ډان نیوز د راپور سره سم په یاده سیمه کې یو موټر د پولیسو د لوی موټر سره تر ټکر وروسته چاودنه وکړه چې له امله یې یاده مرګ ژوبله واوښتل.

سرچینې ویلي چې د پولیسو په موټر کې ټول شاوخوا ۳۵ تنه پولیس سپاره وه.

د پولیسو په وینا تر اوسه ۷ تنه وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

چاودنه د کوټې ښار د «سریاب مل» په سیمه کې شوې.

د پيښې وروسته ټپيان جناح روغتون ته انتقال شول چیري چې د چاودنې له امله بیړنی حالت اعلان شوی دی.

په یوه بله پيښه کې د کوټي ښار پر قمبراني روډ باندي د پولیسو پر یوه افسر ناپيژندانو كسانو ‌‌‌‌‌‌ډزي کړې او ځاې پر ځای یې وژلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د