افغانستان

هلمند: طالبانو دوه سړي تښتونکي په عام محضر کې اعدام کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶):تېره ورځ سهار مهال طالبانو په هلمند ولايت کې دوه تنه اختطافګر په عام محضر کې اعدام کړي.

دواړه اختطافګر چې يو يې د نوزاد او بل د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکي بلل شوي د موسی کلا ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې اعدام شوي.

طالبان وايي: (( ياد دوه تنه د اسلامي امارت د شرعي محکمې له تحقیقاتو او فیصلې وروسته په عام محضر کې په سزا رسيدلي)).

د يادوني ده چې څو ورځي وړاندي هم د طالبانو له لوري د یاد ولایت نادعلي ولسوالۍ په چانجير او د فراه ولايت په بکوا ولسوالۍ کې سړي تښتونکي په عام محضر کې د مرګ په سزا رسېدلي.

ورته پېښه د تيري شنبې په ورځ په هرات ولايت کې هم شوې ، هغه مهال چې ۵ تنه اختطافګرو دوې ښځي له ځان سره تښتولي وې او د طالبانو له تعقیب وروسته د جګړې په پايله کې ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x