نظــر

مدني فعالان که وحشي فعالان

تېره ورځ په کابل کې یو شمیر نیکروال ، پتلون خېل او دمیني ژوب نسل ښځې او نارینه راغونډ شوي وو ، ترڅو د سرینا هوټل په پیښه  باندې خپل غبرګون وښيي  ، چې په دې  مظاهره کې یې د طالب مجاهدینو په ضد شعارونه ورکړل او په اصطلاح خپل زړونه یې تش کړل .

رسنیو راپور ورکړ چې په کابل کې ( مدني فعالان ) راټول شوي وو او دطالبانو په خلاف یې شعارونه ورکړل ، په دې مدنې فعالانو کې مې چورت بند شو ، چې دا به څوک او کومې روښانه څيرې وې ، چې دمدنیت او فعالیت دواړه امتیازات یې ګټلي او په رسنیو کې په همدې نامه ترې تعبیر کیږي .

دهمدې وضاحت کولو لپاره مې ددې مراسمو انځوریز راپور ولید، په انځور کې ګڼ شمیر پتلون کړي نارینه او ښځینه ښکاري ، چې مختلف لیکل شوي  شعارونه یې په لاسونو کې نیولي دي ، دعکسونو دکتلو په مهال مې چې په لومړي ځل په کوم مدني فعال ؟؟ سترګې ولګېدې او  ومې پیژنده  هغه د ثریا پرلیکا په نامه یوه بوډۍ کمونیسته وه ، چې اوس په کابل کې  دښځو د سراسري اتحادیې په نامه  دیوې فمینستي ټولنې مشري په غاړه لري .

ما چې  ددې مظاهرې  په لومړي صف کې د ثریا پرلیکا انځور ولید ، نو سمدستې پوه شوم ، چې په کابل کې دتیره ورځې مظاهره دمدني فعالانو نه  بلکې دوحشي فعالانو وه .

تاسو یوه شیبه زما دې قضاوت ته  د تعجب په نظر مه ګورئ ، یوځل به زه دمشت نمونه خروار په حیث  د دې مظاهرې دهمدې مشرې لنډ سوانح مخې ته درته کیږدم بیا تاسو خپله قضاوت وکړئ چې دغه  شکمن مظاهره چیان چې همیشه له شکمنو سوړو څخه  د اسلام او جهاد په ضد مظاهرو ته راوزي  او رسنۍ یې مدني فعالان بولي رښتیا مدني فعالان دي او که له انسانیت څخه عاري وحشیان دي .

ثریا پرلیکا په ۱۹۴۴ م کال کې په کابل کې په یوه داسې کورنۍ کې زیږیدلې ، چې له مشره ترکشره ټول عقیدوي کمونیستان او دحزب دیموکراتیک خلق له متقدمو اعضاوو څخه وو ، ددې پلار عارف  دنورمحمدترکي په حزب کې لوړرتبه کس وو او ورور یې عبدالوکیل د ډاکټر نجیب په واکمنۍ کې دبهرنیو چارو دوزیر په حیث دنده اجراء کوله ، ثرياپرلیکا د کمونیست حزب له هغو وفادارو زنانه افرادو څخه ده چې دکمونیزم او خپلو ګوندي ملګرو دخدمت په خاطر یې تراوسه له چاسره واده نه دی کړی ، په داسې حال کې چې اوس یې عمر شپیته کاله دی .

پرلیکا ډیره کشره وه چې دیوې شعوري کمونیستې په توګه  له خلق ګوند سره ملګرې شوې ، له کابل پوهنتون څخه له فراغت وروسته  دیوکراین کیيف  ته لاړه ، هلته یې  د سوسیالیستي فیمنیسیم  په اړه ځانګړې زده کړې وکړې ، کله چې دثور په اوومه  کمونیستانو کودتا وکړه او حکومت یې جوړ کړ ، ثریا پرلیکا  د خلق ګوند دښځو د برخې مشره وټاکل شوه ، او همدغه مهال یې عملا   دسیوسیالستي فمینیسم له اصولو سره سم  دافغان ښځو دبي لارې کولو او بي دینۍ لپاره کار پیل کړ .

ثریا پرلیکا چې په کمونیستي افکارو ، عاداتو او عقایدو  رالویه شوې ، تراوسه پورې خپلې سوسیالیستي فمینستي عقیدې ته پوخ هوډ لري ، نوموړې  د کرزي دحکومت په راتګ سره یوځل بیا دفعالیت میدان ته راوتلې خو دا ځل یې اکمال دغربي فیمنیستي کړیو په غاړه دی ، ثریا پرلیکه  شپیته کلنه ده ،  تراوسه ویښتان لنډوي ، حجاب نه اغوندي ، په نکاح باور نلري نوځکه یې واده نه دی کړی ، داځل یې د ښځو سرتاسري سازمان په نامه یوه ډله جوړه کړې ، چې همیشه  دخپلولویديځو رهبرانو په اشاره له خپلو پتلون کړیو ښځو سره واټونو ته راوزي ، او داسلام او جهاد په وړاندې  داعتراض ږغونه پورته کوي .

سره له دې چې رسنۍ دثریا پرلیکا ډلې او نورو همفکرو ته یې مدني فعالان وایي ، مګر که پرلیکا دخپلو افکارو او عقایدو په ترازو  وتلو نو په پوره جرأت سره ورته وحشي فعالان ویلی شو .

ځکه کمونیستان  د ډاروین دنظریې په استناد ځانونه دآدم اولاد  نه ، بلکې دبیزو زامن بولي، بیزو یو وحشي حیوان دی نو له همدې ځایه دغه مدني فعالان ددوی دخپل باور له مخې  وحشیان دي .

بله داچې  دنړۍ انسانان ،حیوانات او ټول موجودات دالله تعالی په ربوبیت اعتراف لري ، حتی مارغان او ماهیان دالله تعالی تسبیح وایي ، مګر کمونیستان  او نور سیکولران داسې ښکاري لکه له وحشي حیواناتو چې هم بې عقل ، کودڼ  او جاهل وي ، ځکه  دوی په الله تعالی باور نلري ، او خپل دخلقت اسباب د تز او انتي تز په توهماتو کې لټوي .

وحشي فعالانو په خپل شعارونو کې لیکلي وو ، چې ( طالب مګر بمیرد  جهان ارام بګیرد )  دغو وحشي فعالانو ته به ووایو چې په اصل کې د نړۍ امن  ستاسو غوندې وحشیانو له ګواښ سره مخامخ کړی دی ، چې یوه پیړۍ وړاندې مو په خپلو ځنګلي ټولنو کې په زهرجنو وسلو سره ویشتل ، ګازي کمپونو مو جوړول  او دانسانیت  پنځمه برخه مو دخپل ځناورتوب قرباني کړه  او اوس مو دخپل وحشت اور زموږ هیواد اوټولنې ته راوړی دی .

موږ  باور لرو ترڅو چې تاسو دبیزو زامن د ځمکې له مخ څخه نه یئ ورک شوي په انسانیت باندې دارام خوب حرام دی ، همدا تاسو یئ چې په انسانانو باندې دځنګل قانون تطبیقوئ ، نړۍ ته مو   اور ایښئ ، نه یوازې مو انساني نسل له خطر سره مخ کړئ ، بلکې ټولنیز انساني اقدار ، عزت النفس ، ناموس او زموږ نور انساني ارزښتونه مو هم په خپلو ځناورلوبو سره را کمرنګه کړل ، تاسو لومړی خپل ځانونه دانسانیت په تله وتلئ ترڅو ترمعلومه شي چې څو فیصده انسانان یاست ، ستاسو په ایډیالو ټولنو کې چې ښځې څومره خپل عورت پټ ساتي ، زموږ میږې او غواګانې تر هغه ډیر له خپل عورت سره پام کوي .

په حیواناتو کې تراوسه  خر په خر  ونه خوت ، مګر تاسو  د ځناورتوب تاریخ هم وشرماوو ، او دهمجنس بازۍ له لارې مو له نارینه سره دنارینه نکاح رواج کړه .

وحشي فعالانو ! تاسو په دې مه خطا کیږئ چې په راډیوګانو کې ځانو ته درانه القاب کاروئ ، تاسو ځناور یاست ، بلکې ترټولو نجس ځناور ، چې اخلاق ، عزت النفس ، عبدیت ، فطرت ، اداب ، روا او ناروا  او بل هیڅ  اسماني یا بشري حدود په رسمیت نه پیژنئ ، لطفا دمدنیت نوم غلط مه کاروئ ، تاسو چې دوحشت  استازي یاست باید چې په دې نسبت ونه شرمیږئ او خپل ځانونه  په ځغرده وحشي فعالان وبولئ !!
 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x