
په بنو کې د چاودنې له امله دوه عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): په کوټه ښار کې پر پولیسو د چاودنې وروسته په سرحدي سیمه «بنو» کې هم پر امنیتي ځواکونو چاودنه شوې چې له امله یې لومړني معلومات ښيي چې دوه تنه عسکر وژل شوي دي.
د پاکستان ټربیون ورځپاڼې په خپل بیړني راپور کې د یوه امنیتي چارواکې په حواله ویلي چې «جلال» چیک پوسټ ته څېرمه د امنیتي ځواکونو پر موټر چاودنه شوې چې له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده. د چاودنې نوعیت ریموټي بم ښودل شوی.
د وژل شویو عسکرو نومونه هم خپاره شوي چې یو یې سپاهي تصور علي او بل غلام رباني نومیږي.
د یادونې وړ ده چې نن سهار مهال د کوټې ښار په «سریاب مل» کې د پاکستاني پولیسو د موټر سره یوه بریدګر خپل موټر وجنګوی او چاودنه یې ورکړه چې له امله یې د چارواکو په وینا ۶ پولیس وژل شوي او تر لس زیات نور ټپيان شوي دي.
د کوټې د چاودنې مسؤولیت د پاکستان طالبانو اخیستی.