افغانستان

اشرف غني د وژل شوي امنیه قومندان تابوت ته اوږه ورکړه – انځورونه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): ولسمشر اشرف غني د تیرې ورځې په جګړه کې د وژل شوي امنیه قومندان تابوت ته اوږه ورکړه او هغه ته یې رسمي درناوی وکړ.

د پکتیا ولایت امنیه قومندان مل پاسوال «توریالی عبدیاني» تېره ورځ د ګردیز په جګړه کې د طالبانو له لوري ووژل شو.

د نوموړي جنازه نن په کابل کې د سردار محمد داود خان له روغتون څخه واخیستل شول.

د اشرف غني تر څنګ مولوي کشاف، فضل هادي مسلمیار، حنیف اتمر، ویس برمک ، مراد علي مراد او ګڼو نورو چارواکو ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ طالبانو پر یوه وخت په فراه، غزني، وردګ او پکتیا کې ډله ییز بریدونه وکړل چې له امله یې د پکتیا د امنیه قومندان په ګډون په لسګونو عسکر مړه او ټپیان شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې دغه بریدونه امریکا او ګډحکومت ته خبرداری وو چې ددوی ناکامې ستراتیژۍ د «افغان ولس» د ازادۍ غوښتنې پیاوړې روحیه نه شي کمزورې کولای.

باید وویل شي چې پر افغانستان باندي د امریکا د شپاړس کلن یرغل وروسته بیا هم دغه هیواد له بې امنیتۍ څخه کړیږي او د طالبانو واک ورځ تر بلې زیاتیږي.

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا هیوادونو لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه او افغانستان ته یې د اضافي عسکرو را لیږلو امر کړی دی، چې د کتونکو په باور ددې پر ځای چې جګړه کنټرول کړي، لا به یې پراخه کړي، ځکه چې په وینا یې کومه جګړه چې ۱۵۰ زرو بهرنیو عسکرو قابو نه کړای شوه، یو څو نور زره به یې څرنګه قابو کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرافع مېلمه

مجاهد ته وا د د شمیر شمیر خبری مه کوه کنه د موته د غزا چل به درباندی وشي د الله نصرت حسابه نه د امریکایانو شمیر، ته هم مجاهد يي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x