افغانستان

د ټاکنو بهرني څارونکو افغانستان پريښود

د ټاکنو د څارنې لپاره یو شمېر بهرني استاځو د تېرې اونۍ د  سرینا تر ډلييز برید وروسته  افغانستان پريښود.   

«دا ډیر بد خبر دی» افغانستان کې د ټاکنو د شفافیت آزاد او بې طرفه سازمان مشر جانداد سپین غر رسنیو ته وویل. نوموړي زیاته کړې چې  د ټاکنو د شفافیت لپاره  د بهرنیو څارونکو وجود ډیر اړین دی.

د ټاکنو بهرني څارونکي د ملي دیموکراتیک انستیوت (National Democratic Institute (NDI)) او په اروپا کې د امنیت  او مرستو سازمان غړي و چې له افغانستانه ترکیې ته ولاړل.

کیتي ګیسټ د (NDI) عامه اړیکو مسئول ویلي چې    د ټاکنو څارونکي ډله د کابل په سرینا هوټل کې پاتې کېدل . د تېرې پنجشنبې په ورځ طالبانو په سرینا هوټل ډلييز برید وکړ، چیرې چې زیات شمېر بهرنیان اوسېدل، په دغو کې ځینې د ټاکنو د څارنې لپاره راغلي وو.

د اپریل په پنځمه ولسمشریزې او ولایتي ټاکنې ترسره کیږي، چې د زیات شمېر شننونکو په اند به له پراخو درغلیو ډک وي.

طالبانو تر  دې دمخه په خلکو غږ کړی چې په ټاکنو کې دې برخه نه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x