شعـــــرونه

چا د سر په بیه آزاد کړی دا جهان؟

چا د سر په بیه ازاد کړی دا جهان؟
سترګې پټوه، وایه افغان، افغان، افغان

ډیر پخوا راغلی په نړۍ یو سکندر وو
سر ؤ ښکته کړی ورته ډیرو، زورور وو
هغه وخت کې هم راپورته شوی افغان سر وو
څه عجیبه سر دی تنبوي سکندران
چا د سر په بیه آزاد کړی دا جهان؟

بیا چې پیرنګي وه قبضه کړی دا نړۍ
ډیرو باتورانو له یې لنګ ګړې وې شړۍ
هغه وخت کې هم میوند ګټلی و ملالۍ
غوره یې له غلامه کړو شهید پښتون جانان
چا د سر په بیه آزاد کړی دا جهان؟

راغی په جهان چې سور ښامار د شوري
نن یې هم نړۍ لا د هیبت قیصې کوي
ولې اوس ټوتې د خپل وجود راټولوي؟
هغه سور ښامار هم مات کړو دغه ساده ځوان
چا د سر په بیه آزاد کړی دا جهان؟

دغه سور ښامار ته که ولاړ نه وو دا ځوان
وړه به هر جرمن ګورته، د یو آلمان ارمان
نه به دې تاجک و، نه ازبک، نه پاکستان
نه به دې ترکمن و، نه قازق، نه آذربایجان
ویشي آزادۍ، د اور لمبی اخلي په ځان

چا د سر په بیه ازاد کړی دا جهان؟

نن که نور ننګ نه کړي، وو عادت یې پرونی
نن هم ټولو ولیده، تاریخ شته پخوانی
خاوره پښتنه باندې، پښتون ساتي آسمان
چا د سر په بیه آزاد کړی دا جهان؟

بیا چې د ظالم توره ښکاره شوه په آسمان
بیا ملالۍ وبښه لمبو ته خوږ جانان
بیا هغه سرونه شول په هغه شان قربان
ژر به جهان واوري، ماتې نه خوري سربازان
چا د سر په بیه ازاد کړی دا جهان؟

چیرته چې ځوانان میدان ته سترګې توروي
چیرته چې انسان ناموس ګټي، سر ورکوي
داسې قوم به څنګه د چا پلار غلاموي
‘’ بریالي شول بیا یاران ‘’ ژر به واورې یاره
چا د سر په بیه آزاد کړی دا جهان؟

نن هم که چاپیره په جهان وکړې نظر
ورک شي له سړي په ژوندانه د ژوند باور
هر چا ښکته کړی دی د وخت ظالم ته سر
واړه باتورانو له یې شل کړی دی وزر
خوښ په غلامۍ دي همه واړه زورور
ښکاري ټول غوږونه، یو تندي کې نشته ښکر
خدای خبر چې زور دی، که جادو دی که منتر؟
خلک ورته نیسي په خپل کور کې مسافر
یو شو نن پښتون ته، مسلمان وو که کافر
نن هم قربانیږي د میرویس نیکه ټبر
ټول په تماشه ول، سوزیده افغانستان

چا د سر په بیه آزاد کړی دا جهان؟

شاه ولي الله وو احمد شا ته څه لیکلي؟
څه باندې قربان شول هندوستان کې نازولي؟
چا وو دا سکهان او مرهټیان له تا شړلي
ولې لا یادیږي غزنوي مې په ښاغلي
څوک وو په کشمیر کې آزادۍ له جنګیدلي؟
ګوره فلسطین، که بوسنیا که اسرایلي
مومې به پکې زما د ښکلي افغان څلي
نن چې سوزیده د یوسفزي د بابا کلي
هسې په دروغه مړاوی نه شو مسلمان
چا د سر په بیه آزاد کړی دا جهان؟

سترګې پټوه، وایه افغان، افغان، افغان

—————————————————————————————————-

دغه ښکلی شعر د ښاغلي ډاکټر یاسین اقبال یوسفزي دی او لږ څه تدوین او ډالۍ د اسماعیل نثار لخوا ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x