نړۍ

قطر: سعودي غواړي زمونږ حکومت بدل کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني پر سعودي تور پوري کړ چې غواړي په هیواد کې يې نظام بدل کړي او امنیت ته یې ګواښ جوړ کړي.

نوموړي د امریکايي تلویزون (CNBC) سره په مرکه کې دغه خبرې وکړې او وې ویل: «د سعودي حکومت په قطر کې د حکومت د بدلون خبرې کوي، مونږ وینو چې څرنګه د سعودي چارواکي د قطر له خلکو څخه غوښتنې کوي چې د حکومت پر ضد پاڅون وکړي او نظام تغییر کړي».

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د څلورو هیوادونو (سعودي، امارات، بحرین، مصر) نیت د تروریزم سره جګړه نه ده بلکې غواړې ترڅو قطر وویروې او بې احترامي ورته وکړي.

د نوموړي په وینا د امریکا او کویټ هڅو د نظامي یرغل مخه ونیوله.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې پر قطر د بندیز له امله د امریکایانو ستره پوځي اډه هم متضرره شوه، ځکه چې ۹۰ سلنه خوراک او دوایانې د سعودي پر لار راتللې چې د دغه خوراک او دوا یوه برخه د امریکایانو پوځې اډې ته هم تلله.

نوموړي وویل چې د قطر الوتکې اوس یوازي د ایران د فضايي حدودو څخه استفاده کولای شي، ځکه چې ګاونډي هیوادونو خپله فضا هم پر قطر تړلې ده.

د یادونې وړ ده چې د تېرې جون میاشتې پر ۵مه نیټه سعودي، امارات، بحرین او مصر پر قطر بندیزونه ولګول او له دغه هیواد څخه یې د الجزیرې بندولو، حماس او اخوان المسلمین د ملاتړ څخه د لاس اخیستلو تر څنګ یو لړ نور شرطونه ولګول چې قطر له سره تر پایه ټول رد کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx