امریکا، ګډ حکومت او پاکستان د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې ګډ عملیات پيل کړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): د ناټو قاطع ملاتړ ماموریت له افغان عسکرو سره په ګډه د قبایلي سيمو په اوږدو کې پراخ عملیات پيل کړي او د کرښې پورې غاړې ته ورسره پاکستاني پوځيان مرستې کوي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر «ای ايس پي ار» په خپره شوې خبرپاڼې کې ويلي، چې افغانستان، ناټو او پاکستان په ګډه د طالبانو پر ضد عملیات پيل کړي او په تېرو دوو ورځو کې يې له دېرشو زیات کسان وژلي دي.

دغه عملیات په خوست او پکتیکا ولايتونو کې روان دي او د ډيورنډ کرښې پورې غاړې ته يې پاکستاني پوځيان مرسته کوي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي دفتر وايي، چې کابل ته د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه د سفر پر مهال نوموړي د ګډ حکومت او ناټو چارواکو سره د ناستې پر مهال پر دغو عملیاتو موافقه کړې وه.

پاکستان، ناټو او ګډ حکومت پرېکړه کړې، چې د استخباراتي معلوماتو د شریکولو سربېره به د مشکوکو کسانو پر خلاف ګډ عملیات کوي او له تېرو څو ورځو راهيسې يې د ۳۱ مخالفینو د وژلو ادعا کړې ده، خو ازادو رسنيو تر اوسه په دې اړه موثق راپورونه نه دي تر لاسه کړي، چې په دغو بریدونو کې څوک وژل شوي دي.

ناټو، کابل او اسلام اباد په داسې حال کې د طالبانو پر ضد د ګډو عملياتو د پيل او د ګڼو طالبانو د وژلو ادعا کوي، چې تېره ورځ طالبانو په پکتیا او غزني ولايتونو کې مرګوني بريدونه وکړل او د پکتیا ولايت د امنیه قومندان په ګډون يې نږدې درې سوو عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله.

همدارنګه د ډيورنډ کرښې پورې غاړې کرمې ایجنسۍ کې هم وړمه ورځ د يوه افسر په ګډون درې پاکستاني پوځيان وژل شوي وو.

پاکستان او ګډ حکومت پخوا هم د طالبانو د نیولو لپاره ګډ عملیات پيل کړي وو، خو د خپلمنځي بې باوري له امله دغه عملیات له ناکامۍ سره مخ شوي وو  او تمه نه کېږي، چې دا ځل به هم دغه شریک سنډا «ګډ عملیات» به په څپر وخيژي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د