د عُمان د سولې غونډه ولي په هیواد کې په بمباریو او موټر بمونو استقبال شوه؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

تیره ورځ د عُمان په پلازمینې مسقط ښار کې د سولې څلور اړخیزه په داسې حال کې جوړه شوه چې د افغانستان په داخل کې د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ د پلي کولو په ترڅ کې د امریکايي بمباریو او د طالبانو موټربمونو لوخړې اسمان ته پورته کیدلې.

د غونډې تر جوړیدو وړاندې امریکايي الوتکو په کونړ او ننګرهار كې ولسي وګړې د خپلو لایزري بمونو هدف وګرځول او د غونډې د جوړیدو په ورځ بیا طالبانو په غزني او پکتیا کې د دولتي ځواکونو په نښه کولو سره خونړي بریدونه تر سره کړل چې درانه ځاني او مالي تلفات یې ورسول.

ګر چې د عمان تر څلور اړخیزې وړاندې هم دا اټکل کیده چې هغه د تیرو څلور اړخیزو یو ناکام تسلسل دی چې په افغانستان کې پر روان جنګي وضعیت هیڅ اغیز نشي لرلای خو دقیقا د هغې د جوړیدو په درشل کې د ښکیلو لوریو ترمنځ د بمباریو او موټر بمونو مسابقه دا په ډاګه کړه چې دلته اصلا څوک په واقعیت کې سولې ته ژمنتیا نه لري.

د سولې په نوم په کابل ، اسلام اباد او عُمان کې د څلور اړخیزو جوړول او په افغانستان کې د بمونو له موره نیولې تر روانې خونړۍ بمبارۍ پوري دواړه امریکايي نوښتونه دي چې په جلاجلا مسارونو کې د هغوي لخوا عملي کیږي.

په همدې دواړو نوښتونو کې کوم یو چې د امریکايي مصالحو په ګټه دی په هغه کې یواځې په یوه میاشت کې ۷۵۱ بمونه غورځول کیږي چې مطلق اکثریت قربانیان یې ولسي وګړي وي.

او کوم یو چې یې د افغانانو په ګټه دی ( د سولې غونډې) هغه په کال کې یوځل او هغه هم په داسې ډول چې خپله ګډونوال یې تر جوړیدو له مخه په ناکامي محکوموي.

د سولې څلور اړخیزې ، د سولې عالي شوری او د سولې په نوم بله هره طرحه چې د امریکایانو په نوښت جوړیږي له هغه څخه په حقیقت کې د جګړې تیزولو لپاره ابزاري ګټه اخیستل کیږي همدا لامل دی چې په عمان کې د سولې څلور اړخیزه د افغانستان په داخل کې په بمونو او سرو لوخړو استقبال شوه.

یوه تبصره

  1. د سولي په اړه خو خبری ډیری کیږی، بیلابیل نظریات یی په اړه وړاندی کیږی یو یو څه وایی اوبل بل څه خو زه غواړم چی په افغانستان کښی واقعی سولی ته درسیدو او د واقعی سولی د تامین نقشه او نسخه په لاندی ټکو کښی مختصرا واضح او ترسیم کړم د کومی ماسوا چی زما په نظر په افغانستان کښی د سولی راتګ او سولی ته رسیدل ناممکن دی
    1-ټول خارجی متجاوز او یرغلګر قوتونه باید له افغانستان بی قید و شرط ووځی
    ۲-د خارجی ځواکونو له وتلو نه وروسته په افغانستان کښی ټولی ذیدخله خواوی باید جنګ او جګړه ودروی او په داسی یو میکانیزم باید خبری وشی چی له امله یی په افغانستان کښی واقعی شرعی اسلامی نظام ته لاره هواریږی او واقعی شرعی اسلامی نظام مستحکم او قایمیږی او د نورو پوچو افکارو او نظریاتو او نظامونو لاس له افغانستان نه کوم چی له ډیری پخوا زمانی نه بیا تراوسه د افغانستان او د افغانستان د خلکو د بدبختی اصلی عامل ده د تل لپاره لنډیږی.
    ۳-ټولی ذیدخلی خواوی به یوبل ته د عفوی او بخښی له لاری را وړاندی کیږی او په دي به کلک عزم او اراده کوی چی په راتلونکی کښی به هیڅ یو لوری هم افغانستان د پردیو د ناروا نیابتی جګړو ډګر نه ګرځوی. قدرت ته د رسیدو لپاره به هر ذلت او بیغرتی ته غاړه نه ورکوی چی د پردیو د لاس نانځکی وګرځی او هغوی د خپلو ناروا او غیر شرعی اهدافو او افکارو لپاره استعمال کړی لکه خلقیان او پرچمیان چی د شوروی اتحاد د لاس نانځکی وی. د افغانستان د مسلمان اولس په وړاندی به دپردیو د ګټو لپاره نور له بی هدفه او ناروا جنګ او جګړو نه لاس اخلی

    نو دا هغه یوازنی نسخه ده چی د همدی په توسط بوازی یوازی د افغانستان معضله حل کیږی او په افغانستان کښی سوله تمامینږی خو پدی شرط چی د افغانستان ټولی ذیدخله داخلی خواووی یې چی که په رښتیا یې هم د افغانستان په دربدره او بیچاره ملت زړه سوځیږی او اهداف یی شخصی ناروا ګټی نه وی یی په اړه صادقه وی او هر ډول قربانی ته یی په وړاندی چمتووالی وښیی. لدی ماسوا د افغانستان د معضلی حل او په افغانستان کښی سوله او ثبات هسی خوب او خیال ده او مسولیت به یی هم تر ډیره هغه لوری ته راجع وی چی په ښکاره په افغانستان کښی د غربی نړی کفری او ناروا اهدافو ته لاره همواروی او دا کسان به بیا د ملت له محاکمی او محاسبی هیڅکله هم خلاص نشی او نه به هم تر ابده ورسره ددوی غربی صلیبی باداران وی. په درنښت وسلام

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.