ننګرهار کې الفلاح پوهنتون ۸۰۰ محصلین فارغ کړل

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶):په ننګرهار کې الفلاح خصوصي پوهنتون  په څلورمه او پنځمه  دوره کې اته سوه محصلین فارغ کړل.

د الفلاح پوهنتون د رسنیو برخه وايي، په څلورمه او پنځمه دوره کې یې د اقتصاد، ژورنالېزم، شرعیاتو، انجینري او حقوقو پوهنځیو څخه اته سوه فارغین ټولنې ته وړاندې کړل.

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د الفلاح خصوصي پوهنتون سربېره د روښان، اریانا، سپین غر، خراسان او التقوا خصوصي پوهنتونونه هم فعالیت کوي، چې هر کال زرګونه فارغین ورکوي.

خصوصي پوهنتونونو که له یوې خوا ځوان نسل ته د زده کړو زمینه برابره کړې؛ خو د ناسم ښوونیز نصاب، لوړ فيس، خیالي محصلینو او د ناسم چاپېریال له امله یې د خلکو اندېښنې هم را پورته کړي دي.

د خصوصي پوهنتونونو محصلين له لوړو فيسونو، د عملي زده کړو د اسانتيا نشتوالى، د پوهنتونونو د ادارو ناسم چلند، نامناسب درسي ماحول او د  لېسانس درجې لرونکو استادانو شتون لويې ستونزې په ګوته کوي.

الفلاح پوهنتون له تېرو اوو کلونو راهیسې په جلال اباد کې فعالیت کوي، چې تراوسه یې پنځه دورې محصلین فارغ کړي او زرګونه محصلین پکې په زده کړو بوخت دي.

د کار ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو وزارت وايي، په تېرو درې کلونو کې ۱،۹ میلیونه افغانان بې کاره شوي، چې د بې کاره کېدونکو خلکو ګراف ورځ تر بلې لوړېږي.

په هېواد کې هر کال له دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه زرګونه محصلین فارغېږي؛ خو د کار نشتوالي، اداري فساد او په ادارو کې زورواکي او واسطو زرګونه ځوانان د دندې په پیداکولو نه بریالي کېږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.