
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): د برېښنا شرکت وايي، د اوسني ګډ حکومت او مخکېني حکومت لسګونه چارواکي یې میلیونونه افغانۍ پوروړي دي او د څو ځلي خبرداري وروسته یې هم پورونه نه دي اداء کړي.
د یاد شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وايي، که اوسني او مخکېني چارواکي د برېښنا پور اداء نه کړي، نو ممنوع الخروج به یې اعلان کړي.
د توحیدي په خبره، لویې څارنوالۍ ته یې مکتوب لېږلی چې پوروړي یې ونیسي؛ خو حکومت په ډاډه زړه اقدام نه کوي.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د دولتي چارواکو سربېره یې ځینې سوداګریز شرکتونه لس میلیارده افغانۍ پوروړي دي، چې تر ټولو ډېر یې پور یې د ولسمشر غني پر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم، د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي، پخوانی جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف، د ولسي جرګې ځینې غړي او ځینې نور چارواکي دي.
د پلازمېنې کابل ډېره برېښنا وارداتي ده، چې د ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان او ایران څخه وارد شوې ده او افغانستان هر کال ۲۵۰ میلیونه ډالر یادو هېوادونو ته د برېښنا بیل ورکوي.
په افغانستان کې د اوبو د پرېمانه سرچینو برسېره د هېواد زیاته برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه وارد شوې ده.
د ګډ حکومت لومړي مشر اشرف غني د واک په لومړیو کلونو کې ویلي وو، چې افغانستان به راتلونکی څو کاله د برېښنا په برخه کې واردونکی نه، بلکې صادرونکی هېواد شي.
د اوبو، برېښنا او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان سیندونه د ۲۲زره مېګاواټه برېښنا د تولیدولو وړتیا لري، چې یوازې کونړ سیند د نیم افغانستان ستونزه حل کولی شي.
د یاد وزرات په وینا، افغانستان اوسمهال یوازې ۶ سلنه برېښنا په هېواد کې تولیدوي او پاتې نوره یې له ګاونډیو هېوادونو وارد کړې ده.