شعـــــرونه

مرید

يورنځورغوندې ســـړى يم
يوپرېشان حالت مې مل دى
خدا د چا ازار مـــــې وړى
له هردرد سره مـې پل دى
_____

ټول احساس مې ژوبل- ژوبل
په  انګاربـــاندې مې ژوند دى
چې مرګى ځي پرې راځي تل
داسې لار بـاندې مې ژوند دى
_____
خداى ؤ مـــــوټى زړه راکړى
دا څوشپې کېږي چې ورک دى
زړه د ټـــول بـــدن پــاچـــاوي
حــــرکت خويې مســــلک دى
____
چا وې ژوند ټول خوځېده دى
خوځېدونکي ټول ژوندي وي
دا ساکن د ژوند په نــــوم کې
له مـــرګي ســـــره بندي وي
_____

د دردونو راتــــــه مــــخه
په دوو سترګوپسې مرمه
ترخپل ځان راباندې ګرانې
ځوانيمرګوپســــــې مرمه
_____
مودې کېږي ناکراريم
ټول نظرمې تږى- تږى
د تېروبڼــــــــوګوزارته
ټول ټټرمې وږى- وږى
______
نازنين بدن رادرومــــــي
ګلورين مې راته خوب کا
لېونى يم خـــــــــوپوهېږم
خوندورمې لېونتوب کـــا
____
يورنځورغوندې سړى يم
د خپل زړه پـــــه لټــه پايم
مينه پيـــــرزه يې مريد يم
د ښـــــايست پر مټه پـــايم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x