نظــر

د سرینا د امنیتی کیمرو ویډیو ولې رسنیو ته نه ښودل کېږی؟

په نننی عصر کې اوس په ډېرو ساده دفترونو، شرکتونو او هوټلونو کې امنیتی کیمرې نسبېږی. سرینا چې د نړۍ په کچ برابر دی، نو په سرینا کې خو لسګونه نسب دی، آن د باندې په سرک لا نسب دی. درې کاله وړاندې چې د جلال اباد په کابل بانک برید وشو. دې دولتیانو د پېښې په سبا رسنیو ته د نسب شویو امنیتیکیمرو لخوا ثبت شوې ویډیو وښوده. اوس چې دا دولتیان د سرینا په هوټل کې د دوه ماشومانو د وژلو پړه په طالبانو وراچوی، نو دولت ولې د ماشومانو د وژلو د صحنې ویډیو رسنیو ته نه ورښیی؟ ترڅو معلومه شی چې دا ماشومان چا ووژل؟  د سرینا د تلاشۍ په دوه بېلا بېلو پوستو کې د ځانېرو د ورتګ پرمهال چې کوم دوه امنیتی کسان د تلاشۍ لپاره ولاړ وو، هغه دواړه د کابل د امنیه قومندانۍ په وینا دوی ځکه ونیول، چې په هوټل کې د نسب شویو امنیتی کیمرو په ویډیوګانو كې دوی لېدل کېږی، چې د ځانتېرو د تلاشۍ په کولو کې یې بې پرواییکړې. اوس چې دولت د تلاشۍ د دوه امنیتی کسانو بې پروایی د نسب شویو کیمرو دثبت شویو ویډیوګانو له لارې لېدلې، نو دا په دې دلالت کوی، چې د سرینا امنیتی کیمرې فعالې وې. دا څه معنا لری چې د تلاشۍ کسان د سرینا په دروازو کې كیمرو ثبت کړی، ځانتېری یې لېدلی چې سرسری تلاشی کېږی، خو د سرینا په دننه کې بیا د ماشومانو د وژلو صحنه د لسګونو کیمرو په شتون کې رسنیو ته نهبیانېږی؟ چارواکی وایی، چې ځانتېرو په خپلو جرابو کې له ځان سره توپانچې تېرې کړېوې. اوس پوښتنه داده، چې چارواکو ته له کومې معلومه شوه چې توپانچې په جرابو کې ځای پرځای شوې وې؟ که دا ورته د نسب شویو کیمرو له لارې معلومه شوې وی، نو د ماشومانو د وژلو ویډیویی صحنه ولې پټه ساتل شوې؟د دولت امنیتی چارواکی ادعا کوی، چې ماشومان هر یو شل شل مرمۍ لګېدلی، خو بل خوا وایی چې ځانتېرو خپلې توپانچې په خپلو جرابو کې له ځان سره داخل ته دننه كړی. او بیا وایی چې ځانتېرو له امنیتی ځواکونو سره دوه ساعته مقاومت
وكړ، نو ایا د داسې توپانچې په شاجور کې به څومره مرمۍ ځای شی، چې پخپله توپانچه په جرابه کې وړل شوې وی؟ که د طالب ځانتېرو د توپانچې مرمۍ د هر یو لس لس حساب کړو، نو جمله څلوېښت کېږی. اوس که چېرې دوی ماشومان وژلی وی، نو دا څلوېښت مرمۍ خو ختمې شوې، نو بیا په هوټل کې دا بهرنیان او د ماشومانو پلار او مور چا ووژل او دا دوه ساعته جنګ چا وکړ؟
ټول پدې پوهېږی، چې ماشومان د دولت په ناتاره او ړندو ډزو وژل شوی او پر طالبانو یې د وژنې تور پورې کول د طالبانو پر ضد د دولت د چارواکو د تبلیغاتی جګړې تور اړخ دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x