د بلخي تنظیمي جوال ته غورځیدلی معارف

لیکنه: جاوید جبران

له ولسمشر غني سره د واک په شخړه کې د راښکیلو تنظیمي ښامارانو او چمچه مارانو بزکشي د هغه ناوړه تاریخي تسلسل زیږنده ده چې د داؤدخان شهید له وخته رانیولې بیا تر نن ورځې یې د حکومت، نظام، ادارې او قانون په وړاندې داسې حق په جانب باغیان راپړسولي چې نه یې عدلي او حکومتي جوړښتونه مهارولی شي او نه یې هم دخیل نړیوال اړخونه تجرید ته زړه ښه کوي. دا عناصر څرنګه چې نوي یمه لسیزه کې د هېواد د عزت په بیه ولوبیدل او اوسمهال یو ځل بیا د نیم په نیمه حکومت تارتوک بلل کیږي، له هر ډول فرصت څخه په ګټې اخیستو سره د واک مرکزي هستو ته ځان رسوي او د حکومت له بطنه مشروع او نا مشروع تغذیه یې چې څنګه له تهدید سره مخ شي د ملت او نظام د ګټو په وړاندې وسله وال دریځ نیسي.

د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو په پایله کې د اشرف غني په بریا سره تمه کیده چې د نړیوال ملاتړ په مټ به نوموړی وتوانیږي چې یاد ښاماران د قانون په کرښه سر ایښودلو ته را کیکاږي، خو د هغوی لخوا د زور او اغتشاش تر نندارې وروسته خبره د واک مساویانه ویش ته راورسیده. د دغې ناوړه پریکړې تر کیدو وروسته یو شمېر مهم دولتي جوړښتونه لکه د کورنیو چارو، بهرنیو چارو او پوهنې وزارتونه او یو شمېر نورې مهمې ادارې د کونډې د میراث په څیر د جبر او اکراه په حکم د نالوستو، بې مسؤولیته او فاسدو زورواکو په ګروت کې کیوتل چې اوسمهال تر درې کاله خانخانیو وروسته هرې ادارې ته اوښتي تاوانونه د محاسبې او ارزونې وړ بلل کیږي.

د نورو وزارتونو له زړه مو دې خدای نه خبروي، خو د پوهنې وزارت چوکۍ چې درې کاله د بلخ شاه مردان اسدالله حنیف بلخي مدظله استوار باد قد و قامت اش، پکې کلچه وهلې ده د نوموړي د فساد کیسې دومره ډنډوره شوې چې د فساد د نوم په اوریدلو سره د ده مبارک تصویر نیغ د سړي سترګو ته دریږي. د بیلګې په توګه د بلخي د کورنۍ د غړو او خپلو خپلوانو څخه د رامنځته شوې فاسدې شبکې په دننه کې د فساد او سوء استفادې څو محدودو مواردو ته په لنډه توګه اشاره کوو:

د بلخي زوی محمد، د هېواد په معارف باندې د خپل پلار د بیکران فضل او شایان او بې پایانه خدماتو په نعم البدل کې شوهر تدارکات دی چې نرغوندې د پروژو او قراردادونو په چارو کې د خپل پلار حق له نظام او شرکتونو اخلي.

د بلخي اوښی حاجي فضل الله د ده د ښي لاس مشاور او د شوړو د لین یوه مهمه سوړه ده چې تر فشار لاندې رئیسان د هغه د جیب مستقیم اکونټ ته ګوړې کوزوي او دا جیب بیا د جناب بلخي د تخرګ له جیب سره نیغ په نیغه مخ او استر دی.

د بلخي یو سکرتر حاجتي دی چې د پیسو په بدل کې د شبکه یي ګومارنو او ټاکنو له لارې د وزیر د ګیډې او جیب حاجتونه پوره کوي.

بل سکرتر یې خپل خواهرزاده صادق احمدي دی چې د وزیر لف جف نیسي.

بل ماشوم خواهرزاده یې فاروق احمدي نومیږي چې دا لویه ککره او مجاهد نستوه بیا د لسګونه میلیونه ډالرو په بودجه سپره مؤسسه (جي پي اي) چې د نړۍ په ۴۰ هېوادونو کې د زده کړې پرمختیایي چارې سنبالوي، اداره کوي. د نوموړي نا اهلیت او بې کفایتي د معارف پیاده ګانو ته هم څرګند دي، خو د بي بي ګلې لطف شان او د مرحمت سیوری دې خدای د ده له سره نه کموي کنه معارف کې یوه ورځ تیرول به هم ورته ممکن نه وي.
بل لوی سرکرده او په معارف وزارت کې د بلخ سفیر صدیقي نومیږي چې د پروژو په لویو قراردادونو او تدارکاتي پروسو کې د خرلوټو پیسو ویالې د بلخي په پټي راماتوي.

د دغه وزارت په اداري او تشکیلاتي اډانه کې فساد په یو متعارف سلوکي دود اوښتی، بلخي د خپل اقتدار په لومړیو کې هڅه وکړله چې یو شمېر رئیسان د فساد په تور استعفا ته اړ او په ځای یې خپلې ډلګۍ ځای په ځای کړي؛ هغه په دې توګه د ځینې رئیسانو په ګوښه کولو بریالی شو او ځینې نورو تر مقاومت وروسته د بلخي د حذف سیاست وننګاوه؛ خو له دې سره جوخت یې د هغوی تر څنګ د اړوندو ریاستونو په چارو کې خپل ارشد سلاکاران چې د کیمبریج او جورج ټاون پروفیسوران! وو د رئیسانو په څټ کې ورقنجوغه کړل او په دې توګه د ملي وحدت په برکت د هر رئیس تر څنګ یو بل ناسکه رئیس هم را وټوکید؛ دا چې د یو با مسؤولیته رسمي رئیس تر څنګ دوی څه نورې دندې مخته وړي ځواب یې ښایي له بلخي سره وي.
سربېره پر دې، د پرمختیایي پروژو بودجه چې د یاد وزارت د ستراتیژیک پلان پر بنسټ د په نښه شوو لومړیتوبونو ترلاسه کولو لپاره د وړ اشخاصو ګومارنې ته ځانګړې شوې وه، اکثریت پستونه یې د نوموړي د کورنۍ، حواریونو او مخلصانو تر منځ د مناسب ویش پر بنا داسې تالاترغۍ شول چې ګوګل یې هم له لټون څخه عاجز شو. وزیر د جي پي اي په رأس کې د خپل ماشوم خوریي د ګومارنې له لارې د دغې لویې مؤسسې بودجه هم تر خپله خیټه لاندې کړله.

د هېواد د ښوونیز نظام د انکشاف او ملاتړ هغه سرشاره سرچینې چې د پخوانیو وزیرانو د هڅو په مټ ترلاسه شوې وې او د مدیریت له امله یې بېلابېلې پروژې پلې کیدلې، بلخي د غوړې مړۍ په څیر ورپسې سترګې اړولې او د محدود وخت تر تیریدو وروسته د تدارکاتي پروسو په کنترولولو سره هغه وتوانید چې له قراردادي شرکتونو سره خپله برخه معلومه او دې برخه کې هم خپلې ډلې او تنظیم ته څه ناڅه خاورې په ییرو ګډې کړي.
په دې برخه کې ډیر لاسوندونه شته چې له چا پیسې غوښتې، له چا سره ډیل کړی، څوک تهدید کړی او له چا سره د ګوړې لین غوړولی؛ هر یو داسې کیسه لري چې سپیناوي او زیاتو شاربلو ته یې اړتیا ځکه نه پیښیږي چې څو میاشتې وړاندې د دغه وزارت د یوه پرمختیایي پروګرام له مسؤول سره د فسبوک صفحاتو ته راوتلې د بلخي جادويي خبرې اترې هرڅه ځوابولی شي. د نوموړي پراخ فساد او په رسنیو کې یې انعکاس د دې لامل شو چې یو زیات شمېر مرستندوی بنسټونه او هیوادونه د افغانستان تعلیمي نظام ته د بسپنو له ورکولو ډه ډه وکړي او یا هم په خپلو مرستو له سره غور وکړي. دا په داسې حال کې ده چې نه لویه څارنوالي، نه ملي شورا نه ولسمشر او نه هم بله مرجع په رڼا ورځ د بلخي د غلاوو او اختلاس دوسیو ته د رسیده ګۍ اراده لري.

د قحط الرجال په اوسنیو شرائطو کې د ګڼو بدګڼو تر څنګ د بلخي یوه ښیګڼه دا ده چې له ده پرته دا وزارت بل څوک نشي مدیریت کولی؛ دا یوازې بلخي دی چې د ناروغۍ په بستر په میاشتو میاشتو غیابت کې له روغتونونو په آنلاین ډول وزارت رهبري کوي او د هغو د پیچلو پروګرامونو د مدیریت لپاره خپلې جادویي مشورې او توصیې د هوا په څپو کې د هند او المان له هېوادونو راشړي.

د هېواد د معارف په نظام کې د دغه ناوړه وضعیت شتون او حاکمیت یوازې یو څه ثابتوي او هغه دا چې دغه وزارت د بلخي هغه تنظیمي جوال ته غورځیدلی چې د حکومت تر ړنده سترګه لاندې پکې اوښان په بډه وهل کیدای شي، پروژې او پیسې پکې سرخوړلی شي، رئیسان له تشکیل سره پکې ورکیدی شي او بلخي په خپلو ډنګرو اوږو د ګند دغه ګونګټ بار ته داسې اړم دی چې د خپلې تنظیمي سوړې د سرمنزل په لور یې کله مخته کشوي کله شاته؛ موږ یې په ویښه ننداره کوو او دی خپلو خدای ورکړو شوړو ته د مرګ په بستر جینګې داړې پروت دی!

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د