دولتي عسکر چې اوښان ساتي نو دروازې دې هم جګې جوړوي

شریف جواد

پرون مې یو چا ته وویل چې لږ تر لږه ۳۲۹ تنه افغانان وژل شوي دي او د زخمیانو خو پوښتنه مه کوه!! ویې ویل چې هو په پکتیا کې يې درنه مرګ ژوبله اړولې. ما ورته وویل چې نه، دا د پکتیا په پیښه کې نه دي وژل شوي، دا هغه افغانان دي چې د روانې اونۍ له پیل څخه د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي عسکرو د «وسلوالو طالب ترهګرو» په نامه وژلي او دولت یې په پوره ویاړ د وژنې مسئولیت په غاړه اخیستی. خو چا یې په مړینه ځکه خواشیني نه ده ښودلې چې وینه یې د چرګ تر وینې ارزانه او وژل یې د مرغۍ په څیر روا دي.

بیا مې ورته وویل: یو مسجد یې هم نړولی. ویې ویل چې هو د امنیه قومندانۍ په داخل کې مسجد ویجاړ شوی. ومې ویل چې نه، دا د پکتیا د امنیه قومندانۍ مسجد نه دی، دا هغه مسجد دی چې دوه شپې وړاندې د ننګرهار ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې دولتي عسکرو او امریکایانو ګډ عملیات ترسره کړل، په توره شپه کې د خلکو په کورونو ورننوتل، کلیوالو ته یې تورې کڅوړې ورپه سر کړې، بیا یې کلی بمبار کړی او په ملکي کورونو سربېره یې د کلي مسجد هم ویجاړ کړ. خو دا مسجد هم ځکه له یاده وتلی چې د کورنیو او بهرنیو عسکرو په عملیاتو کې ویجاړ شوی.

که د دفاع وزارت رسمي ویب پاڼه وګورئ نو په تېرو لسو ورځو کې يې ټولټال ۶۲۹ تنه افغانان د «ترهګرو» په تور چارماري کړي. تېره ورځ چې د پکتیا له امنیه قومندانۍ څخه د چاودنو او بریدونو راپورونه ورکول کیدل هماغه مهال د دولت وزیري د یوې مطبوعاتي خبرپاڼې سرلیک داسې و:

«د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۱۰۱ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل»

همدا اوس چې مونږ دا کرښې لیکو همدغه وزارت یو ځل بیا په خپلې تازه خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې ۵۵ نور وسلوال «ترهګر او طالب تروریستان» وژلي دي.

که څه هم د دفاع وزارت هره ورځ په ډیر ویاړ او افتخار د لسګونو «ترهګرو» افغانانو د وژلو خبر ورکوي، خو که صرف په تېرو لسو ورځو کې دغه احصائیه وګورو نو په ترتیب سره په لاندې شمېر کې افغانان، یا د دولت وزیري په اصطلاح «طالب تروریستان» له تېغه تېر شوي دي:

تلې ۲۶مه: دفاع وزارت اعلان وکړ چې ۵۵ افغانان یې د «ترهګرو» په نامه ووژل او ۲۰ تنه نور یې ټپیان کړل.

تلې ۲۵مه: د وژل شوو شمېر تر سلو اوښتی او دولتي ځواکونو ۱۰۱ افغانان د «ترهګرو او طالب تروریستانو» په تور ووژل او ۲۷ یې ټپیان کړل.

تلې ۲۴مه: دولتي ځواکونو ۴۶ «ترهګر او طالب تروریستان» وژلي او ۱۹ نور ټپیان کړي دي.

تلې ۲۳مه: دولتي ځواکونو ۶۷ «طالب تروریستان» ووژل او ۴۵ یې زخمیان کړل.

تلې ۲۲مه: د دفاع وزارت د احصائیو پر اساس ۶۰ وسلوال ترهګر او طالب تروریستان وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي.

تلې ۲۱مه: د ۶۸ وسلوالو ترهګرو د وژلو او ۱۷ ټپي کیدو خبر ورکړل شو.

تلې ۲۰مه: ۵۶ وسلوال ترهګر وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

تلې ۱۹مه: دفاع وزارت خبر ورکړل چې د طالبانو د یو تن قومندان په ګډون یې ۵۶ وسلوال ترهګر وژلي او ۵۰ نور ټپيان کړي.

تلې ۱۸مه: د طالبانو د یو ولسوال د معاون او ۴ طالب قومندانانو په شمول د ۷۰ «طالب تروریستانو» د وژلو او ۵۲ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شو.

تلې ۱۷مه: دولتي ځواکونو ۶۳ وسلوال ترهګر وژلي او ۲۶ نور ټپیان کړي، چې د دفاع وزارت د رسمي خبرپاڼې په اساس یوازې د غورماچ په ولسوالۍ کې یې ۳۰ «طالب تروریستان» وژلي دي.

پورتني معلومات تنها د تېرو لسو ورځو احصائیه ده، اما د وژلو دغه لړۍ له کلونو کلونو را روانه ده او هره ورځ لسګونه افغانان د دفاع وزارت په اصطلاح «طالب تروریستان» وژل کیږي. برعلاوه په دې، دا تنها هغه افغانان دي چې د دفاع وزارت د عسکرو لخوا وژل شوي دي. اما هغه چې پولیسو او اربکیانو وژلي وي او یا مستقیما پخپله بهرنیو ځواکونو وژلي وي که د هغوی ارقام ورسره جمع کړو، نو تاسو پخپله اټکل وکړئ دا شمېره به څومره لوړه شي او بیا یې د پکتیا له تېرې ورځې سره پرتله کړئ.

خو پوښتنه دا ده چې ولې تر اوسه هیچا له دولت څخه پوښتنه ونه کړه چې دا د «ترهګرو» په نامه چې روزانه خلک وژنې دا څوک دي؟ د کومې خاورې بچي دي؟ دا د ترهګرۍ لفظ چا دې هیواد ته راوړی؟ ترهګر چاته وايي؟ ایا افغانان نه دي؟ که نن د همدغو وژل شوو «طالب تروریستانو» بچی، ورور یا پلار د غچ په جذبه راولاړیږي او د خپل پلار او ورور له قاتلینو څخه انتقام اخلي، ولې يې دا یو فطري او طبیعي حق ونه ګڼل شي؟؟

په تېرو کلونو کې تجربو ښودلې چې د طالب وژنې ته خلک د هیواد په روان وضعیت کې د یوې طبیعي پیښې په سترګه ګوري. خو کله چې طالب له ځان څخه د غچ یا دفاع لپاره وسلې ته لاس کوي نو بیا یې د سولې په ضرورت ټینګار کیږي، وسله پردۍ شي، جګړه بین الافغاني شي، سوله اړتیا شي، جګړه تپل شوي وګرځي، طالب د پردیو ایجنټ شي او…

څه موده مخکې چې امریکایانو دولتي عسکرو ته بلک هاک چورلکې ورکړې ترڅو پرې خپل افغانان ووژني، ولې یې چا پوښتنه ونکړه چې د څه لپاره یې ورکوي؟ د سولې لپاره یې ورکړي که د جګړې لپاره؟ د سولې دروغژن دعوه داران خو هغه وخت راویښیږي چې ډز د طالب له ټوپکه وشي. اما که طالب وژل کیږي، ټپي کیږي، بندي کیږي، بمباریږي، بې کوره کیږي… خیر او خیریت وي، ځکه چې د طالب وینه د اشغالګرو او غلامانو په نزد هدر او ارزښت نه لري.

د تاسف ځای دی چې دلته د سولې له پاک نامه څخه هم منافقانه ګټه پورته کیږي، دلته د سولې غږ هم له نفاقه ډک دی. هغه څوک چې د پکتیا له پرونۍ پیښې وروسته یې سولې او افغان وژنې ته پام اوښتی، که رښتیا هم د سولې په ارمان کې ريښتني او صادق وي نو لږ تر لږه په ورځ کې دې یو ځل د دولتي ځواکونو رسمي خبرپاڼو ته سر ورښکاره کوي چې د طالبانو په سیمو کې د ګردیز په شان پيښې د ورځې معمول ګرځیدلی خو طالبان لا هم دولتي عسکرو ته له ډیر زغم او حوصلې څخه کار اخلي.

تر څو چې د سولې شعار له دغسې دوه مخي او منافقانه چلند څخه پاک شوی نه وي د سولې غږ جګړې ته له یو اړخیز مشروعیت ورکولو څخه پرته بله معنی نه لري.

ته چې د ټرمپ جګړییزې تګلارې ته د خوښۍ او هرکلي لاسونه پړقوې او سره له دې چې د ترهګرۍ او تروریزم په معنی هم نه پوهیږي طالب د ترهګر په نامه د بهرنیانو د خوشالۍ لپاره وژنې، نو باید له مقابل لوري څخه هم د ګردیز د پيښو په شان د عکس العمل او غبرګون هیله او توقع ولرې.

د طالبانو په ځپلو او وژلو کې له اشغالګرو سره ستا همکاري ستا په خپل اعتراف له شکه وتلی حقیقت دی، ته چې اشغالګر او د هغوی اهداف ساتې نو په دې هم پوه شه چې څوک اوښان ساتي دروازې دنګې جوړوي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.