افغانستان

پکتيا: عيني شاهد د امنيه قومندان د وژلو کيسه داسي کوي / ويډيو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): تېره ورځ د پکتيا په مرکز ګردېز کې پر امنيه قومندانۍ او د پوليسو پر کنډک د طالبانو له لوري ډله ييز بريدونه وشول.

د بريدونو په پایله کې د امنيه قومندان (مل پاسوال توريالي عبدياني) په شمول شاوخوا ۵۲ تنه عسکر مړه او ۲۲۵ نور ټپيان شول.

له بریدونو سره سم اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ، د ملي امنيت عمومي رييس معصوم ستانکزى او د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير ويس برمک ياد ولايت ته سفر وکړ.

يادو لوړ پوړو چارواکو د پيښي له عيني شاهدانو سره له نژدې وکتل او د دوی حال يې واخيست.

دا چې امنيه قومندان د طالبانو په بريد کې څه ډول ووژل شو ؟ اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ته يو تن عسکر د جګړي کټ مټ حال بیانوي.

دا عسکر په ويډيو کې له اجرائيه رئيس سره تر روغبړ کولو وروسته د امنيه قومندان تسليت ورته وايي او بيا کیسه داسي کوي چې: ډاکټرصاحب محترم ! (( زما له ۲۵ سربازانو څخه فقط ۳ تنه را پاته دي نور ټولو ژوند له لاسه ورکړ ، امنيه قومندان را ته وويل : ورسه بچيه منډه که او اسلحه راوړه ! کله چې ما سلاح را وړل دوهم انفجار وشو، دوړي سوې ، ما پر قومندان ږغ وکړ ، خو د نوموړي ږغ ورک وو او جسد يې پر ميدان پروت وو)).

د عسکر په وينا غوښتل مي د امنيه قومندان د مرګ خبر په دې موخه پټ وساتم تر څو دښمن غلطه استفاده ونه کړي نو مي قومندان په کمبله کې وپېچی.

ويډيو دلته کتلای شئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ورک اشنا

ځمکه به ورته وایی ورک شه مړه د ځمکی په مخ می له تا څخه زیات بد راتلل مه را ځه مردار مخی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x