المان په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د پاتې کېدو موده وغځوله

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): د المان د وزیرانو کابینې په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ تر ماموریت لاندې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو موده وغځوله.

اسوشيټيډ پريس د الماني چارواکو له خولې ليکلي، چې د جرمني پوځيانو د ماموریت غځولو موده اوسمهال د درې مياشتو لپاره ده، په داسې حال کې د دغه هېواد صدر اعظمه انګلا میريکل د ټاکنو له ګټلو وروسته د نوي حکومت په جوړولو بوخته ده او په دې اړه به نورې پرېکړه د کابينې له پوره کېدو وروسته وکړي.

د المان د قانون له مخې له هېواده بهر د الماني پوځيانو ماموریت بايد د پارلمان تاييد له ځانه سره ولري، خو اوس کابينې يوازې د درې مياشتو لپاره د خپلو پوځيانو د پاتې کېدو موده په افغانستان کې غځولې او چې آغلې ميريکل د حکومت جوړولو له چارو خلاصه شي، په دې اړه به وروستۍ پرېکړه له پارلمان سره په ګډه وکړي.

المان په افغانستان کې ۹۸۰ پوځيان لري، چې ډېری يې د هېواد په شمالي ولايتونو کې پراته دي او د ناټو د قاطع ملاتړ په ماموریت کې د ګډ حکومت د عسکرو د روزنې او په جګړې کې د برخې اخيستو چارې پر مخ بيايي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د