taliban pakistan

د پاکستان طالبانو د خپل مشر وژنه منلې او پر ځای یې بل مشر ټاکلی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): نن د چارشنبې په ورځ د پاکستان تحریک طالبان ډلې خپل د مشر «عمر منصور» وژنه تایید کړې ده او د هغه پر ځای یې د بل مشر نوم اعلان کړی دی.

د تحریک طالبان ډلې ویاند محمد خراساني له لوري پاکستاني رسنیو ته په لیږل شوي خبرپاڼه کې د نوي مشر نوم «عثمان منصور حفیظ الله» ښودل شوی دی.

عمر منصور

پاکستان ته د تحریک طالبان مشر عمر منصور په یو شمېر غټو پيښو کې مطلوب وو، پر نوموړي تور وو چې په کال ۲۰۱۶ کې د باچا خان پر پوهنتون او په کال ۲۰۱۴ کې یې د پېښور پر پوځي مکتب د بریدونو پلانونه جوړ کړي وه په کوم کې چې په سلګونو ماشومان او محصلین ووژل شول.

د پاکستان د ډان نیوز د راپور سره سم دوه جګپوړو امنیتي چارواکو ورته ویلي چې تېر کال ۲۰۱۶ په جولايي میاشت کې عمر منصور او قاري سیف الله د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د امریکایانو په ډرون الوتکو وویشتل شول.

هغه وخت هم د امریکايي ځواکونو پوځي قومندان «نیکولسن» د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف ته پر تلیفون خبر ورکړی وو چې عمر منصور یې په جلال اباد کې په نښه او وواژه، خو طالبانو د نوموړي د وژنې تایید نه وو کړی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان له لوري یو ځل بیا پر پاکستاني ځواکونو بریدونه زیات شوي دي چې وروستی برید یې نن په کوټه ښار کې د پولیسو پر یوه موټر وو چې له امله یې شاوخوا ۷ تنه ووژل شول او تر شل زیات نور ټپيان شول.

په یوه بله پيښه کې د خیبرپختونخوا په بنو سیمه کې هم د چاودنې له امله دوه عسکر ووژل شول او د هغه تر مخه په کرمه ایجنسي کې ۴ ایف سي عسکر د ۳ پرلپسې چاودنو په ترڅ کې ووژل شول.

ددغه بریدونو مسؤولیت د پاکستان طالبانو واخیست او رسنیو ته یې په لیږلې پيغام کې د نورو ورته بریدونو ګواښ هم کړی.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د