
حزب اسلامي د امریکایانو بمبار او د طالبانو بریدونه غندلي دي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): د حزب اسلامي ډلې په دې وروستیو کې د جګړو پر شدت خفګان ښودلی او ټینګار یې کړی دی چې هیڅ ډله د جګړې له لارې خپلې موخې ته نشي رسیدلای.
ددغه ګوند له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د امریکایانو له لوري پر ملکي اهدافو بمبارۍ غندل شوي دي او همداسي په پکتیا او نورو ولایتونو کې د طالبانو وروستي بریدونه هم غندل شوي دي او ټینګار شوی چې د ملکي خلکو د وژنې څخه دي جدي ډډه وشي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره اونۍ امریکايي ځواکونو پر ملکیانو بمبار وکړ چې له امله یې ۱۴ تنه ملکیان ووژل شول.
دوه ورځې وړاندي يې په ننګرهار کې د مکتب پر کوچنیو ماشومانو ډزي وکړې چې له امله یې یو تن مړ او بل ټپي شو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې مونږ د دې پيښو قربانیانو ته د مغفرت او لوړو درجو دعا کوو او همداسي يې کورنیو ته تسلیت وایو.
«مونږ ډاډه یو چې ددغه مظلومو شهیدانو بې رحمه قاتلان به د الله تعالی د عذاب څخه په امن نه شي او نه به خپل شوم هدف ته ورسیږي».
په خبرپاڼه کې د پکتیا او غزني پيښو ته هم په اشاره ویل شوي چې هیڅ ډله دې دا فکر نه کوي چې د جګړې له لاري به خپل اهدافو ته ورسیږي، د جګړې خاتمه او د سولې تامین یوازي د بین الافغاني مذاکراتو له لارې ممکن دی، ځکه نو حزب اسلامي تر ټولو مخکې په چټکه توګه د جګړې پای غواړي او په دغه لاره کې به خپل ټول وسایل په کار واچوي.
باید وویل شي چې د طالبانو په وروستیو بریدونو کې د پکتیا د امنیه قومندان په شمول په لسګونو دولتي عسکر ووژل شول او لسګونو نور ټپيان شول.
حکمتیارته یوجنګ جګړه وي لکه تاسواوشمالي تلوالو اویاتاسوچې به له بل اسلامی تنظیم سره کولې پیهغوکي ریښتیاهم سړی هدف ته نشوای رسیدای ځکه تاله هرچاسره سروجنګاووکه هدفته رسیدای سوای اوس به ته دټرمپ غلام نه بلکه ټرمپ به ستاغلام وای اویوجهاددی هغه کی سړی حتماهدف ته رسیږي ځکه صحابه کرامودین ترموږه دجهادبه واسطه رارسولی افغانانوانګریزان اوشورویان دجهادکولوپه زورشړلوته مجبورکړل طالب شاه ذلمو تاسوټوپک ماران تروطننونووزغلولاست اوس هم دادجهادبرکت دی چې ستاسومغروربادارامریکاسره له څلویښتوملکونوکفارواوستاسوورسره دزړه له کومي ملګیرۍ بیاه لله الحمدپه بغارویاست له خپله سیوري هم ډاریږی دوسپنیزودیوالونوکي هم یوساعت دارام خوب نه سی کولای اوطالب به سپیره حجرهدکلي کي مطمئن… نور لوستل »
حکومتیار امریکایان ( دا مریکایانو په خوښه او دستور ) هڅی یاد کړی چه څوک ورباندی بی باوره نه شی ، د دی په خاطر ور سره امریکایان هم یادوی چه د کرزی په شان رهبر او اتل ونومول شی ، تر څو راتلونکو درغلنو ټاکنو که امریکایانو ورته د رایو ډک صندقان کیږدی ، خلک به شک نه کوی وایی به چه کرزی یا حکمتیار خو د اشغالګرو مخالف او د مظلوم اولس ملګری وو ځکه ورته مظلوم اولس تر نوزو ډیری رایوی ورکړی . د طالبانو جهادی کړنی که غندی سربیره پردی چه بادارانو یی ورته دستور ورکړی… نور لوستل »
زه د باسط خان د تبصری په مبتدا او خبر پوه نه شوم ، چه دی څه وایی څوک یی مخاطب دی، څو ځلی می د ده تبصره ولوستله ، دومره پوه شوم چه لیکونکی ( نن ټکی ) اسیا ته یی د تاسو ( طالبانو ) خطاب کړی . ولی ؟ په دی نه پوهیږم ، د حزب سلامی د نظام قراول په خدای وهلو دومره پوهیږم چه په مړه خیټه دروغ وایی ، هلال کابل ته لیږی او امین کریم ورله د کمپاین د پاره له فرانسی راغواړی ځکه دلته ورته داسی حزبی نه وو پاتی چه د… نور لوستل »