افغانستان

هرات: د ملي اردو ۲۶ عسکر طالبانو سره يو ځای شوي

نن ټکی اسيا. د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې، د هرات ولايت رباط ولسوالۍ بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو ۲۶ عسکر د طالبانو ليکو ته ورغلي دي. احمدي زياتوي چې، دغه کسان د طالبانو د جلب و جذب د کميسون په هڅو له ملي اردو راوتي او د دوی ملګرو سره يو ځای شوي دي. طالبانو د تسليم شويو کسانو نومونه هم خپاره کړي دي. احمدي د تسليم شويو کسانو له خولې وايي چې، دوی په کلک عزم او قوي ارادې خپله دندې پريښې او نور به له هیڅ حکومتي او بهرني کړيو سره مرسته ونکړي. دا لومړی ځل ندی چې، د ملي اردو عسکر، پوليس او اربکيان د طالبانو ليکو ته ورځي، بلکې په دې وروستيو کې داسې خبرونه ډېر راځي چې، ملي اردو، پوليس او ربکيان د طالبانو صفونو ته ورځي او هغوی سره د مرستو او همکاريو ژمنې کوي. وړمه ورځ هم طالبانو د هغو اربکيانو يوه يوه ويديو خپره کړې وه چې، د دوی ليکو ته ورغلي وو. د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه ندي ويلي.  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x