د کویټ د پارلمان رئیس په اسرائیلي پلاوي خپله غوصه سړه کړه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): د کویټ د پارلمان رئیس (مرزوق غانم) د نړیوالې بین الپارلماني ټولنې په غونډه کې د اسرائیلو پلاوي ته مخامخ ستغې او توندې خبرې وکړې.

ښاغلي غانم تېره ورځ د روسیې په سانت پتروسبرګ ښار کې د بین الپارلماني ټولنې په ۱۳۷مه غونډه کې د خپلې وینا پر مهال اسرائیل یو «اشغالګر او ترهګر دولت» وباله او ویې ویل:

«کومې څرګندونې چې د اشغالګر اسرائیل پلاوي وکړې دا د تروریزم تر ټولو خطرناک ډول دی، دا د یو دولت په کچه ترهګري ده، د غاصب اسرائیل د پلاوي څرګندونې د همدې ډول تروریزم ښکارندويي کوي».

نوموړي خپلو قهرجنو خبرو ته دوام ورکړ، د اسرائیلو پلاوی یې «بې حیا» وګاڼه او زیاته یې کړه:

«هغوی د دې مقولې غوره مصداق دي چې: که شرم او حیا نه لرې بیا چې هر څه وغواړې کوه یې».

د کویټي پارلمان رئیس د غونډې له تالار څخه د اسرائیلي پلاوي په ایستلو ټینګار وکړ او هغوی ته یې په خطاب کې وویل:

«خپلې بکسې دراخله او له تالار څخه وځه، تا د نړۍ د درنو پارلمانونو غبرګونونه واورېدل، نو که په تا کې د یوې ذرې هومره شرف هم وي نو باید همدا اوس له تالار څخه واوځي».

ښاغلي مروزق غانم اسرائیلي پلاوي ته خپله مخامخ او قهرجنه وینا په دې ټکو پای ته ورسوله:

«ای اشغالګرو! ای د ماشومانو قاتلینو!»

د کویټ پارلمان د رئیس دغه تونده وینا د غونډې ګډونوالو د لاسونو په پړقا بدرګه کوله خو د اسرائیلي پلاوي په مخونو د خجالت نښې محسوسې وې او بالاخره یې خپل بکسونه واخیستل او د غونډې له تالار څخه ووتل.

د ښاغلي مرزوق الغانم وینا په عربي نړۍ او ټولنیزو رسنیو کې له تاوده هرکلي سره مخ شوې، هغه یې «اتل او قهرمان» بللی او ویلي یې دي چې اشغالګر په نرمه ژبه نه پوهیږي او همداسې ستغ چلند ورسره مناسب دی.

د کویټ د عدلیې وزیر (فالح العزب) په خپلې ټویټرپاڼې لیکلي: «دروند ورور ښاغلی مرزوق الغانم! له تا او ستا ملګري پلاوي څخه ډیره مننه چې د اشغالګرو او د ماشومانو د قاتلینو په وړاندې مو د حق دریځ غوره کړ، زه به نن په ډیر ویاړ ستاسو هرکلي او ښه راغلاست ته درځم».

د فلسطین د ملي شورا رئیس (عزام الاحمد) هم د ښاغلي غانم څرګندونې ستایلي او زیاته کړې یې ده چې د نوموړي وینا د ټولو ولسونو د زړه اواز دی او نړۍ ته یې د فلسطیني ولس ټپونه او زخمونه وروښودل.

د کویټ (الراي) ورځپاڼې لیکلي چې د ښاغلي مرزوق الغانم څرګندونې د نړۍ د نورو پارلمانونو د پلاوو لخوا هم له هرکلي سره مخ شوي او د اسرائیلو د ظلمونو په رسوا کولو کې يې د نوموړي جرئت او ډانګ پییلې خبرې ستایلي دي.

د نړۍ د پارلمانونو د نړیوالې اتحادیې غونډه د تېرې شنبې په ورځ د روسیې په سانت پتروسبرګ ښار کې شروع او نن د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسیده.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ورک اشنا
میلمه
ورک اشنا

الله ج دی همداسی مشران ژوندی لری، په افغانستان کی د همداسی غیرتمندو مشرانو په هیله او امید یو تر څو ننی پی غیرته مشران د مقدسی ځمکی له مخه ورک سی او ځمکه یی له مرداری څخه پاکه سی،

معاذالله ماڼو
میلمه
معاذالله ماڼو

اسرایل به تل په دی بی شرفه عربو باندی شرف او لوړوالی ولری. دا مرزوق الغانم ولی په سعودی باندی نیوکی نه کوی چی د اسرایلو سره یی رسمی امنیتی تړونونه لاسلیک کړی، امریکا به په جده کی یوه اداره فعالوی چی ټول اسلامی اثار به د دغی اداری د نظر لاندی تیریږی او بیا به نشر ته سپارل کیږی.
عربو کی هغه پخوانی غیرت او ایمان ندی پاتی، انشاءالله چی ډیر ژر به د زوال سره مخ شی.