fbpx

پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له لوري لګول شوې کټارې او تاسیسات – انځورونه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): د پاکستان پوځ وايي چې پر ډیورنډ کرښه یې ځکه کټارې لګولې تر څو د وسله والو مخالفینو د تګ او راتګ مخه ونیسي او د افغانستان د حکومت څخه یې هم غوښتي چې باید خپل په اړخ کې هم ورته اقدام وکړي.

نن د چهارشنبې په ورځ د پاکستاني پوځ یوه جګپوړي قومندان میجر جنرال نعمان زکریا د جنوبي وزیرستان څخه لیدنه وکړه او هلته یې خبریالانو ته وویل چې پر «پوله» باندي د کټارو او کشفي آلاتو لګولو وروسته به دواړو خواوو ته بریدونه کم شي.

پاکستان د کال ۲۰۱۷ له پیله پر ډیورنډ کرښه د کټارو لګول هغه مهال پيل کړل کله چې د افغانستان ملي امنیت مشاور حنیف اتمر او د پاکستان اړخ د برتانیې په پلازمینه کې یو له بل سره ولیدل خو ددغه ملاقات جزئیات پټ وساتل شول.

افغانستان که څه هم د رسنیو پر مخ د کټارو پر لګولو نیوکې کړي خو تر اوسه یې عملا پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني تاسیساتو او کټارو سره مخالفت نه دی څرګند کړی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان او افغانستان په اړه په خپله نوې ستراتیژۍ کې پر پاکستان تور پوري کړی چې د افغان طالبانو په وړاندي سترګي پټوي او هغوی خوشي کوي چې د پاکستان له اړخه پر افغان او بهرنیو ځواکونو عملیات وکړي، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

انځورونه: (د ډان نیوز او فرانس پریس څخه په مننې)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د