د نن سرلیکنه

د سرینا هوټل د برید په اړه د امنیتي چارواکو ناموجه الزام – سرمقاله

نن ټکي آسیا – سرمقاله: افغان امنیتي چارواکي وايي چې د تیرې پنجشنبې په ماخوستن د سرینا پرهوټل د تر سره شوی برید په  طراحي کې مستقیما د بهرنیو استخباراتو لاس دی .

 

له تیرو ۱۲ کلونو راهیسې افغان امنیتي چارواکي د ټولو هغو بریدونود پلانولو پړه پر بهرنیو استخباراتو وراړوي کوم چې دوی یې په مخنیوي کې پاتې راشي او یاهغه د دولت او بهرنیو ځواکونو پر حساسو اوخوندې مرکزونو ترسره شي.

هغوی ځکه دا الزام تراشي کوي چې دوی نور له مسؤلیت  څخه دځان  خلاصولو لپاره  بل هیڅ  دلیل  نه لري.

خو دغه ډول ناموجهې الزام تراشي په حقیقت کې په خپله  د دوی په پوځي او استخباراتي کمزوری اعتراف دی،ځکه  له دغو الزاماتو  څخه دا جوتیږي چې دافغانستان استخباراتي او پوځي ځواکونه  د ګاونډیانو او نورو بهرنیانود پوځي او استخبارتي مداخلو اوبریدونود شنډولو اوله منځه وړلو توان  نه لري او نه هم خپل هیواد او ولس د هغوی له خطره ژغورلی شي.

که خبره واقعا داسې وي چې هغوی د بهرنیواستخباراتو د تخریبي پلانونو دشنډولو او له منځه وړلو توان نه لري نو ولي بیا نړیواله ټولنه او د افغانستان حکومت پر دغو ناتوانه امنیتي او پوځي ځواکونو باندې په ملیاردونو ډالره لګولي او یایې اوس پري لګوي ؟  او ولي  په  هره  بهرنۍ او داخلي غونډه کې  د خپلو ځواکونو  د وړتیا او په پښو دریدلو  ادعاوې کوي؟

افغان امنیتي چارواکي تل په  خپلو مطبوعاتي څرګندونوکې  د خپلو ځواکونو د فعالیت او وړتیا غورې کوي اوهمدا راز بهرنیان  د ملي اردو فعالول او روزل  په افغانستان کې دخپل ۱۲ کلن موجودیت  تر ټولو ستره  لاسته راوړنه بولي  .

بهرنیان همدا اوس له افغانستان څخه  د پرشاتګ  پرمهال  دا په ډاډ سره وايي چې  زمونږ حضورته  ځکه نور په افغانستان کې ضرورت نشته چې مونږ دلته ۳۵۰ زره کسیز مجهز پوځ  روزلی، هغه  دا وړتیا لري چې زمونږ تروتلو وروسته په یواځي سر د افغانستان  امنیت وساتي .

له  پوځي او استخبارتي لحاظه  د امنیتي ځواکونو دا مسؤلیت او وظیفه ده چې د خپل هیواد  حریم  د هرډول  بهرني تهدید او برید  له  ګواښه وساتي  ؛ ځکه  خپل ملت خو  د خپل  دولت  او هیواد لپاره  خطر نه پیښوي او نه ورباندې برید کوي .

زمونږ هیواد  په سخت جګړه ییز وضعیت کې قرار لري  ، په داسې وضعیت کې  زمونږ  د امنیتي ځواکونو پوځي او استخباراتي  مکلفیت دا ایجابوي  چې دوی  په بشپړ ډول باید  د هر ډول  بهرني  تیري  اومداخلې  د شنډ ولو او پرشاوهلو  لپاره تیاری ولري ؛ ځکه دوی د همدې کار لپاره  روزل شوي  او په عسکري تحلیف کې له دوی څخه په دې هکله  تعهد اخیستل شوی دی.

داچې  د ننګرهار او کابل په وروستیو بریدونو کې  امنیتي ځواکونه  دخپل  پوځي مکلفیت  په ترسره کولو کې پاتې راغلی  او یا یې اصلا دترسره کولو وړتیا نده لرلې دا د دوی مسلکي  نیمګړ تیا ده چې باید ورباندې اعتراف وکړي ، نه داچې  د دغه ډول ناموجهو  الزاماتو په  واردولو سره  خپل ځان  ته له مسؤلیت څخه  د تیښتې لاره ولټوي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x