افغانستانخبرونه

۷۰ سلنه لویې لارې بېرته ویجاړې شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): د اوسني او مخکېني حکومت ستره لاسته راوړنه د لویو لارو جوړول او د سړکو پخول یادېږي؛ خو د افغانستان د بار وړونکو ټولنې مشر وايي، د هېواد ۷۰ سلنه لویې لارې بېرته ویجاړې شوي دي.

د افغانستان د بار وړونکو ټولنې مشر طلامحمد اتمانزی وايي، لویې لارې له لومړي سره بې کیفیته جوړې شوې وې، چې د تېرو څو کلونو په تېرېدو بېرته ویجاړې شوې.

د ده په خبره، د هېواد زیاتې لویې لارې د بار وړونکو موټرو د ډېر بار، د طالبانو د ماینونو او د ټیټ کیفیت له امله ویجاړې شوي دي.

د اتمانزي په خبره، اوس د لویو لارو په اوږدو کې د پولیسو له لوري په بېلابېلو پلمو بار وړونکي موټر چلوونکي ځورېږي او پیسې ترې اخیستل کېږي.

د بار وړونکو ټولنې مشر زیاتوي، چې د لویو لارو په اوږدو کې یې ترافیک، د ټولګټو وزارت کارکوونکي، ښاروالۍ او د پوستو پولیس په بېلابېلو پلمو« د خط سیر کتابچې، خاک پولي، اضافي بار او کمېشن» په نامه پیسې اخلي او حکومت ته د بیا ـ بیا شکایتونو سربېره یې مخه نه نیول کېږي.

د ټولګټو وزارت د قانون سره سم، هر بار وړونکي موټر ته د ۴۸ ټنو د لېږد اجازه ورکړل شوې؛ خو ځینې موټر چلوونکي ان تر ۶۰ ټنو پورې بار وړي، چې لویې لارې ویجاړې کړي دي.

د سوداګرۍ وزارت هم مني، چې په لویو لارو کې پولیس بار وړونکي موټر چلوونکي تنګوي او پیسې تر اخلي.

امریکا او ملګرو یې په تېرو شپاړس کلونو کې له افغانستان سره سلګونه میلیونه ډالر مرسته کړې؛ خو په افغانستان کې د لویو پرته نور هېڅ بنسټیزه پروژه نه ده عملي شوې.

لویې لارې زیاتې بې کیفیته جوړې شوي، چې په لنډ عمر کې بېرته ویجاړې شوي او ځینې یې د منځه تګ په حالت کې دي.

افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار او پلټنې ادارې «سيګار» د تېر کال په راپور کې هم ورته اندېښنه ښودلې وه.

د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو کلونو کې په افغانستان کې ۲۳۰۰ کیلو مټره سړکونه پاخه شوي؛ خو اوس یې له نیمايي ډېر د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د ټولګټو وزارت چارواکي وايي، د لویو لارو د رغولو لپاره سل میلیونو ډالرو ته اړتیا لري؛ خو نړیوالو مرسته کوونکو تراوسه ورسره هېڅ ژمنه نه ده کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x