سوریه: «ابومحمد الجولاني» چې روس یې د ټپي کیدو دعوه کول، په یوه ویډیو کې را څرګند شو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ تله، ۱۳۹۶): په سوریه کې د جهادي ډلو اتحادیې «هیئة تحریر الشام» مشر «ابومحمد الجولاني» دوې اونۍ وروسته تر هغه په یوه ویډیو کې را څرګند شو چې روس یې د سخت ټپې کېدو خبر ورکړی وو.

قریب دوې اونۍ تر مخه د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی وو چې د سوریې په ادلب ولایت کې یې په یوه بمبار کې نوموړی او د تحریر الشام نور مشران په نښه کړل چې له امله یې جولاني سخت ټپي او یو لاس یې پرې شو.

که څه هم هغه وخت د تحریر الشام ډلې دغه راپورونه رد کړي وه خو دا لومړی ځل دی چې نوموړی را څرګندیږي او د خبرو پر مهال لاسونه په طبیعي ډول ښوروي چې له مخې يې د روسیې ادعاوي غلطي ثابتې شوې.

جولاني په تازه ویډیو کې په عسکري لباس کې را څرګند شو او د وینا پر مهال دداسي پيښو په اړه خبرې کوي چې په دې وروستیو کې پيښي شوي چې له امله یې داسي ګمان هم نشي کېدای چې ویډیو دي تر مخه ثبت شوی وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د