سعودي پاچا د احادیثو پر شرحې د څار لپاره د ځانګړي کميسيون جوړولو امر کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د نوي شاهي فرمان له مخې د نبوي احاديثو د څار او تفسير لپاره داسې يو کميسيون د جوړولو امر کړی، چې دغه احاديث «د سخت دريځۍ او ترهګرۍ» لپاره ونه کارول شي.

د سعودي د اوقافو وزارت ویلي، چې  دغه کميسيون به «ناسم نصوص، افراط، ترهګرۍ او د قتلونو جواز ورکوونکي احاديث له منځه وړي.»

د سعودي اوقافو وزارت تر اوسه په دې اړه نور تفصيلات نه دي ورکړي، خو يوازې دومره يې ویلي، چې دغه کمیسيون د «خادم الحرمین سلمان بن عبدالعزیز ټولنه» نومول شوې، چې د ټولې نړۍ منځلاري ملايان به په کې ګډون کوي.

په نړۍ کې جهادي غورځنګونه او اسلامي تحريکونه خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره او د یرغلګرو پر ضد د پاڅون لپاره قراني ايتونه او نبوي احاديث کاروي، خو ډېری حکومت پلوي ملايان د ایتونو او احادیثو له دغه ډول تفسیر سره مخالف دي.

د دې سربېره سعودي حکومت دا اعلان هم کړی، چې زرګونو «سخت دريځي» امامان او خطیبان يې له دندو ګوښه کړي او د مشهورو علماوو په ګډون يې ګڼ شمېر خطیبان، واعظان او دعوتګران نيولي دي.

سعودي حکومت د خپلو مشرانو پر خلاف د مذهبي وهابي فکر پر ځای د سیکولر بنسټونو لپاره هڅې پيل کړي او له تېرو څو مياشتو راهيسې په دغه هېواد کې نا اټکل شوي بدلونونه راغلل.

په دغو بدلونونو کې د جاهلیت د زماني کلتور نمانځل، د سيکولر افکارو خپرېدل، قوميت ته لمن وهل، د ښځو موټر چلولو ته اجازه ورکول، د ښځو سندرو کنسرټونو ته عامه اجازه ورکول او دغه ډول نور کارونه شامل دي.

د عربي چارو لندن مېشتی ژورنالېست عبدالباري عطوان وايي، چې د سعودي پاليسي پيژندلو لپاره د «ايم بي سي» ټلويزون خپرونې تعقیبول اړين دي او سعودي چارواکي لومړی د دغه ټلویزيون له لارې د خلکو ذهنونو د ارامولو په موخه له دغه ټلویزيونه ازادې خپرونې کوي او څه موده وروسته يې په رسمي توګه عملي کوي.

عطوان دا هم وايي، چې سعودي د امر بالمعروف غښتلې اداره بې واکه کړې او شونې ده، چې په لنډ وخت کې په به عامو ځايونو او بازارونو کې د امنيتي ستونزو په بهانه د ښځو په حجابونو هم بنديزونه ولګول شي.

8 تبصرې

  1. چو كفر از كعبه برخيزد، كجا مانَد مسلماني

  2. زماپه فکرد(بدأ غریبا سیعودغریبا)وخت اوس راغلي چي دیهودولپاره
    احادیث تحریف کیږي ټرمپ خوشحاله وساتي عربو دکعب بن اشرف پیروانوتاسي دین نسي ساتلای خپلي عیاشی کوي دین خوهمیشه غریب اومتدین خلګ ساتي

  3. دسعودی ځیني علماء ده دغه حدیث مصداق وګرځیدل پردوی دي لعنت وي زه نه وایم بلکي فخرموجودات محمدصلی الله علیه واله وسلم وائي

    روى ابن عساكر عن زيد بن أسلم عن أبيه قال : قال رسول الله ــ
    صلى الله عليه وسلم ــ : [ لا يـزال الجهاد حلو خضر ما قطر القطر من السماء وسيأتي على الناس زمان يقول فيه قراء منهم : ليس هذا بزمان جهاد فمن أدرك ذلك الزمان فنعم زمان الجهاد , قالوا : يارسول الله أو أحد يقول ذلك ؟ قال : نعم من لعنه الله والملائكة والناس أجمعون

  4. فدامحمد نومير

    بسم الله الرحمن الرحيم ط
    انشأ الله و رحمن چي دال سعود د کورنۍ د حکمرانۍ اخيري شېبې او ګانټې را ژوندی سوي دي .
    ‌‌‌‌‌‌ډير ژر به الله جل جلاله دا خاندان خوار او ذليل کړي .

  5. الله جلت عظمته دی دا ناوړه نظریه ددوی د خرابیدو سبب وګروځوی – الله جل جلاله د خپل کلام او د هغه د تشریحاتو ساتنه کوی دا وعده یی ورکړی ده (إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ) دا سپیان خپل ځانونه خرابوی هیڅ هم نسی کولای – خو بیا هم موږ مسلمانان ډیر په غمجن یو او تر زړه مو وینی څاڅی – خذل الله تعالی کل من یرید باالاسلام والمسلمین مکرا وقاتلهم

  6. د اسلام مبین دین ناجی الله پاک دی نه د سعودی حکومت!
    اوس مسلمانان په ټوله نړی کی ډیر ضعیفه٬ خوار او بیچاره دي او دلیل یې هم د هغو ناپوهو ملایانو کړنی وی چی تل یې مسلمانان د زدکړی او پرمختګ څخه د دین په نوم منع کړی دی. هغوی تل هر نوی علمی نوښت د اسلام ضد بللی دی. لکه راډیو چی په لمړیو کالو کی د همدغه ملایانو لخوا یو کفری آله بلل کیده او بیا اوس تر ټولو شه ملا رادیو اوری. لکه انترنیت او تلویزون وسیلی چی تر ننه پوری همدغه ملایان د ورته جواز نورکوی. د ملایانو په اند چی انځور هم یو ناروا کار دی. خو کله چی پوښتنه ورڅخه وشی چی ولی وای چی ځکه چی په فلانه حدیث کی داسی ویل شوی.
    اوس باید مسلمانان لږ فکر وکړی٬ تعقل وکړی٬ کوښښ وکړی چی ځان پوهه کړی. اوس مسلمانان په جګړه نشی بریالی کیدلی. دا باید ومنو چی مونږ اوس په دیر بد حالت کی یو٬ که فرض پر دی وکړو چی اکثر اسلامی نړی یو موټی هم شی نو یواځي آمریکا او د هغه ملګرو ته ماتی نشی ورکولی. اوس د یو تکتیکی شاتګ وخت دی.

  7. طوفان طوطاخیل

    داحمدپه نامه وروره ، ته خو وایې چې ټول مسلمانان سره متحدهم شي امریکاته ماتي نه شي ورکولی،خو زه وایم چې یواځي درې څلورهیوادونه دمسلمانانوسره متحدشي لابه په پنځه میاشتي کې دننه ان شاء الله امریکاته ماتي ورکړي، نوردي متحدکیږي هم نه یواځي دي دطالبانوهراړخیز ملاتړوکړي ، وسلې دي ورکړي،اونور احتیاجات دي ورپوره کړي ،په یوه کال کې دننه به یې له ټولي اسیا دامریکایانو ټغر تول کړي ، ان شاء الله ، کم من فئة قلیلة غلبت فئة کثیرة باذن الله

  8. احمد جانه !
    ستاسی خبره یو سلنه سمه او نهه نوی سلنه ناسمه ده .
    یو سلنه سموالی : هو یو شمیر ملایانو له افراط او بل یو شمیر ملایانو له تفریط څخه کار اخستلی، د دی سبب شوی چه مونږ له اسلامی نظام څخه بی برخی شوی یعنی د دی په ځای چه د غیر اسلامی حکومتو مخه ونیسی همدغه جزوی مسایلو ته یی په افراط یا تفریط مخه کړی وه،
    مګر یو ډیر موثر شمیر ملایانو د اسلامی امارت د سیوری لاندی د امریکا په مشریی ټولی کفری نړی سره له یوی نیمی لسیزی زیات په مړانه جنګیږی د هغوی د ټولی وژلو تکنالوژی مخه یی ډب کړی حیران پاتی دی که وځی هم شرم او که پاتی کیږی تلفات او خصارات یی زیاتیږی .
    که تاسی په الله ج باور پیدا کړی ، الله ج فرمایی چه مونږ ډیر ځله کم شمیره او کمزوری په زیات شمیر ، روزل شوو او پیاوړو بریالی کړی فرمایی چه تاسی د هغو پخوانو توانا قومونو قیصی واوری چه مونږ هلاک کړی اوس یی صرف نشی او قیصی پاتی دی ، ښه مثال یی همدغه پرون د شوروی اتحاد د کمونستانو وو ۲۲ کمونستی هیوادو ورسره نظامی ملتیا لرله، د همدغه مظلومو افغانانو د دوه میلونو شهیدانو په وینو تویدلو داسی مات شول چه د شرقی اروپا او مرکزی اسیا ټولی مستعمری یی له لاسه ورکړی ، د برلین دیوال چه همداغه امریکایانو نه شو نړولی همدغه لنډغرو افغان مجاهدینو ونړاوو ، حتی اتحاد جماهیر شوروی نوم په فیدرالی روسیه بدل یعنی افغانانو روسان هم د کمونستی الحادی فلسفی له شره وژغورل .او د کمونستی الحادی فلسفه د راتلونکو نسلو د عبرت اخستلو د پاره موزیم په یو وراسته کنح کی پریوتله .
    نن د روسانو په کډون او د امریکایانو به مشری د ټولی کفری نړی یرغل کړی ، د صلیبی جنګو سپه سالار به ویل چه په اونیو او میاشتو کی به طالبان محوه یا مهار کړو حتی د روغی جوړی خبری یی ورسره نه کولی ، مګر د الله ج ارادی او مرستو ته وګوره چه هغه حالات څومره سرچپه شول هغه بی کوره او بی اوره طالبانو ته یی څومره وړتیا او پیاوړتیا ورکړه چه هغه اونی او میاشتی په کلونو او لسیزو بدلی شوی د دی په ځای چه طالبان محوه او مهار کړی هغوی خپله د مهار په درشلو کی قرار لری ، احمد صاحب زه نه پوهیږم چه ستاسی غوږونه او سترګی ډالرو کاڼه او ړندی کړی تاسی نه وینی دغه تیره یوه اوني کی یی څه چپه میچنی ورباندی ونه ګرځولی ؟ لا نور به هم انشاالله وګوری ، د الله ج تر خدایی د امریکایانو دغه کړپ کړوب تکنالوژی پیاوړی ده ؟
    د موزیک په اړه :
    دا سمه ده چه اسلامی نرم ، په خپله اندازه او خبل ځای موزیک ته جواز ورکړی ، که تردی زیات ، افراطی او د ټولنی د اخلاقو دخرابوالی سب شی لکه امریکایان او اروپایان او یا زمونږ هیواد کی دننه غلامان چه یی بی سده او لیونیان کړی زمونږ ټول مظلوم مسلمانان به هم تباه کړی ، کشکی له دغو تلویزونو د ساینس او تخنیک په اړه کار اخستل کیدی هغو امریکایی تلویزونو کی خو امریکا او اروبا او زمونږ اسلامی هیوادو کی ټولنی لوڅوالی او حیوانیت خواته سوقوی ، که مونږ ملایان او ټول مسلمانان یی مخه ونه نیسو زمونږ له هر یوه څحه به (( احمد )) به شان خلک جوړیږی .
    امریکا پرمختګ ، د امریکایانو د هوشياری له مخی نه بلکه د اروپایانو د ظلم ، وحشت او کالونیزم له امله وو ، کله چه اروپایانو امریکا وموندله ، د ټولی افریقا او اسیا قیمتی کآنی سره او سپین زر چه یی لوت کړی ووو ، امریکا ته یووړل امریکا یی ورباندی اباده کړه، د امریکا په سوونو میلونو بومی خلک یی په ډیره بی رحمی ووژل او څه چه پاتی شول هغوی یی بی واکه او بلواکه کړل ، له اولی ورځی چه امریکا چوړه شوی د نړیوال حکومت د تاسیسولو یا د زمکی د خدای دعوی کولو په خاطر پلان شوی او ترتبب شوی ، په نړی کی یوآخنی هیواد دی جه ۸۰۰ نظامی بیسونه لری ، نړیوال بانک د همدی د باره دی چه د خلکو اقتصادی ، نظامی او سیاسی خپلواکی تر ګواښ لاندی راولی او مرکزی نړیوال یهودی حکومت ته مالیه ورکړی ، د اسرایلو له خوا چوړه نړیواله محکمه کی د نورو هیوادو مشران مجرمین وپیزندل شی او محاکمه شی او …..
    څومره شرم اوره ده چه تاسی ویاست امریکا څوک نه شی ماتولی ، همدا اوس امریکا د طالبانو په لاس ماته ده دغه هیواد چه د لویو قدرتو د هدیری لقب یی تر لاسه کړی دا وړتیا او پیاوړتیا ورته الله ج ورکړی ، احمد جانه غم یی مه کوه دغه څه ډالر چه دی جمع کړی له افغانستانه وتښته عربی یا غربی بادارانو هیوادو کی یی په ارامه نوش چان کړه که نه دغه ډالر به هم ډیر ژر له لاسه ورکړی او د سر خطر دی هم ګورم نورو ملګرو ته دی هم ووایه چه [[[ دا غنچه دی بس دی نور مه شوکوه ګل ]]]] مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.