ورزش

کرکیټ: حسن علي د وقار یونس ریکارډ مات کړ / پاکستان سیریز وګټله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): د پاکستان تیز بال غورځوونکي حسن علي ددغه هیواد د پخواني پياوړي لوبغاړي وقار یونس د وکټ اخیستلو ریکارډ مات کړ.

نوموړي په ۲۴ یوه ورځنیو لوبو کې ۵۰ وکټه واخیستل او په دې توګه یې وقار یونس تر شا پرېښود چاچي همدومره وکټونه په ۲۷ لوبو کې اخیستي وه.

حسن علي تېره ورځ د سریلانکا سره په دریمه یوه ورځنۍ لوبه کې ۵ وکټه واخیسته او یوازي ۳۴ منډې باندي جوړي شوې.

نوموړی په کال ۲۰۱۷ کې تر ټولو زیات وکټ اخیستونکی بالر دی، ځکه چې په دغه موده کې يې په ۱۷ لوبو کې ۴۱ وکټه اخیستي دی، او په دې توګه نوموړی تر راشدخان (۳۶)، لیم پلنکټ (۳۶)، بومراه (۲۹) او رباډا (۲۶) څخه مخکي دی.

حسن علي ۲۳ کاله عمر لري، د روان کال ۲۰۱۷ په چمپینز ټرافي کې نوموړی د لومړي ځل لپاره ښه وځلید، په ځانګړي ډول کله چې يې د هندوستان سره په پایلوبه کې ۳ وکټه واخیسته او یوازي ۱۶ منډې باندي جوړي شوې، چې په دې توګه یې لوبه او جام دواړه د هندوستان څخه وګټله.

باید وویل شي چې تېره ورځ د پاکستان یوه نوي لوبغاړي انعام الحق هم په خپله لومړنۍ لوبه کې سلیزه ووهله، چې په دې توګه نوموړی د پاکستان د کرکیټ په تاریخ کې دوهم کس وبلل شو چې داسي یو ریکارډ جوړوي. انعام الحق د پاکستان د پخواني کپتان انضمام الحق وراره دی.

د یادونې وړ ده چې پاکستان او سریلانکا په متحده عرب اماراتو کې د پنځه یوه ورځنیو لوبو سیریز کوي، چې تر اوسه یې ۳ لوبې تر سره شوي او درې سره پاکستان په اسانۍ سره ګټلي دي.

څلورمه لوبه سبا د جمعې په ورځ (۲۰ اکتوبر) او پنځه لوبه په ۲۳ اکتوبر په شارجه کې ترسره کیږي.

ددې تر مخه سریلانکا پاکستان ته د ټیسټ په دوه لوبو کې ماتې ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x