افغانستان

د کندهار په میوند کې دولتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې طالبانو تېره شپه پر یوه کنډک برید کړی چې له امله یې د طالبانو په وینا ۶۰ تنه وژل شوي دي.

د طالبانو له لوري نن ټکی اسیا ته په رسیدلیو معلوماتو کې ویل شوي چې ددوی جنګیالیو تېره شپه د میوند ولسوالۍ اړوند د «چشمو» په سیمه کې د دولتي ځواکونو پر «زرغون کنډک» ډله ییز برید وکړ چې له امله یې ۶۰ تنه عسکر ووژل شول.

طالبانو په خپل خبرپاڼه کې ویلي چې ددې پيښې نور جزئیات به وروسته ورکړي خو دومره یې ویلي چې برید ډله ییز وو، لومړی پيل یې د هاومي موټر په سرتیري چاودنه پیل شو او بیا نور طالبان کنډک ته ننوتل او هلته یې جګړه پيل کړه چې په ترڅ کې يې کنډک ونیول شو، ۶۰ عسکر ووژل شول، ۵ شوبلې (هاموي) یې ویجاړي شوې او یو شمېر مهماتو تر څنګ یوه شوبله یې غنیمت کړل.

یوې بلې سرچینې نن ټکی اسیا ته په پېښه کې د وژل شويو عسکرو شمېر تایید کړ. خو تر اوسه د پيښې په اړه د کندهار چارواکو څه نه دي ویلي.

نن ټکی اسیا ته د نظامي چارو یوه کارپوه وویل: «دا ډیر مهم کنډک ده یو وار مخکی هم ونیول شو.. دومره مهمات پکی ونیول شول چی دا یو کال کیږی طالبان یی استعمالوی لا نه دی خلاص شوی، او زیاته یې کړه چې ددغه کنډک په نیولو سره طالبان ژیړی او پنجوايي ولسوالیو ته یو ځل بیا لاره پيدا کولای شي».

طالبانو په خپل اړخ کې د تلفاتو خبر نه دی ورکړی.

د یادونې وړ ده چې پر دولتي هدف د طالبانو دغه مرګونی برید په داسي وخت کې ترسره کیږي چې تازه یې په پکتیا، غزني، فراه او میدان وردګ کې د عملیاتو په ترڅ کې تر سل زیات دولتي عسکر وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پیمان افغان

درنو ورونو، زه د یوه افغان ځوان په توګه پر تاسو غږ کوم چې راځۍ یوه بین الافغانی سولې ته غاړه کیږدې په سوله کې زمونږ خیر دی نه حکومتی یم نه تحریکی یو ولسي وګړی یم ،هرې خوا ته چې ګورو پښتانه زلمیان تباه شول، دا د یهودو او نصاراو کار دی چې زمونږ زلمکیان د خپلو پروژو په ترڅ کې وژني، د خدای په لحاظ راځئ سوله وکړئ مه ځان قتلوې مه خپلو مقابل ورونه هرې خواته پښته مور، پښتنه خور،او پښتنه ښځه بوره، بې وروره او کونډه کیږي. هو یا خپلو افغانانو سره داسې پریکړه وکړئ چې… نور لوستل »

شمس الرحمن عزیزی

ګرانه خبره خو دی ډیره ښه ده او الله دی داسی اوکړی هغه یو متل دی وای چی نه شی تلای خو وابدی خلم او چی نه خوری بیا به څه کوو نو خبره دا ده چی دا ګوډاګۍ اداری باندی به یی څوک مننی چی راشه دا ورور وژنه بس کړه کومه چی د امریکا په امر کوی یا له دا څو ډالرو څخه تیر شه چی تا ته یی درکوی یا خو دطالب سره لاس یو کړه طالبان خو معلومه خبره ده چی دامریکا سره جهاد کوی ځکه چی یو ښه اسلامی نظام یی ړنګ کړ او په… نور لوستل »

نا پيژاند

اسلام علیکم زماگران ورورہ داستاخبری خوڈیری شی خبرہ دہ خوتہ انصاف وکڑہ چہ دہ قرآن اودہ حدیث خبرہ بہ حقیقت وی اوکہ دہ امریکا یادہ برطانیہ

اقبال

پیمان صاحب ! ستاسی له سپڅلو احساساتو قدردانی او درناوی کوو ، مګر ستونزه په هغه کچه ساده هم نه ده [ چه تاسی یی یادونه کړی چه لمړی مونږ افغانان سره یو موټی او یو خوله شو ، بیا اشغالګرو ته ووایو چه ووځی که نه وتل ټول یی په ضد جهاد پیل کړو ] . ځواب : ونه وایی چه تبرګی مونږ نه شی ِغوڅولی که یی لاستی زما له جنسه نه وی . پرون روسانو د روسانو د راتګ د مخه مونږ کی غلامان کمونستان روزلی ، تمویل کړی او تجهیز کړی وو ، د هغوی یی… نور لوستل »

پیمان افغان

مننه ستاسو له ځواب څخه، ډیره مې خوا بده ده زما زړه په دواړو خواوو دردیږي. زما پوښتنه هم داه ده چې اسلامي امارت او د غني حکومت دې دواړه داسې یوه بدیله لار پیدا کړي چې د افغان وژنې څخه مخنیوی وشي، یا لاس یو کړئ دې نیوواکګرو ته دا لعنتیانو ته او یا خیر د سیاست او خبرو له لارې دوی ته باید وویل شي چې سلا مو پر مځکه کیږدئ او مونږ له سره اساسي قانون او اسلامي نظام جوړوو. دا به زمونږ په خیر وي زه پوهیږم چې د امریکا باد وتلی نور هغه ته هم… نور لوستل »

افغان

پیمان صاحب ! اقبال صاحب ، ناپیژاتده ورور ، او شمس الرحمن ورور دری واړو ستاسی ځواپ په ښکلو جملو کی درته لیکلی ، مګر تاسی خپله پوښتنه بیا او بیا تکرار کړی . زه به یی دا ځل درته پوست کنده او څرګنده یا ډ‌اګیزو ټکو او جملاتو کی درته ځواب ولیکم چه ستاسی سر پری خلاص شی : لکه د روسی کمونیزم په شان افغانان به ملحدو او غیر ملحدو یا مسلمانو او غیر مسلمانو یا خبلواکو او بلواکو ویشل شوی هغوی چه د ع او غ او (د کابل د ټولی اداری غړی ) په شان غیر… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x