fbpx

کرزی: داعش د امریکا د لاس آله ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې داعش په افغانستان کې د امریکا په لاس رامینځته شوې آله ده تر څو په ټوله سیمه کې بې ثباتي خپره کړي.

نوموړي په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې امریکا د «ترهګرۍ» په خلاف صادقانه مبارزې ته راوبولي.

کرزي له آر ټي تلویزون سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان ته د داعش له راتګه تر نن ورځې پورې د دغې ډلې په خلاف هیڅ عملي ګام نه دی اخیستل شوی بلکې ناپیژاندې چورلکې یې مرسته او ملاتړ کوي.

«له تېرو دوه کلونو راهیسې هره ورځ د سیمې خلک، قومي مشران، دولتي چارواکي او رسنۍ خبر ورکوي چې ناپیژاندې بهرنۍ الوتکې د هیواد په مختلفو برخو کې داعش ته مرستې او امکانات وررسوي، په دې هکله ګڼ شواهد موجود دي».

نوموړی زیاتوي چې داعش ته د الوتکو په مټ د مرستو ورښکته کول دا ښيي چې «افراطي جنګیالي» په افغانستان کې د بهرنیانو له پوځي اډو څخه اکمالیږي.

د کرزي په وینا د داعش له ملاتړ څخه د امریکا موخه دا ده چې د افغانستان له پولو هاخوا سیمې ناامنه او وګواښي.

که څه هم پخوانی ولسمشر په ځغرده ونه ویل چې افغان دولت هم د داعش پټه مرسته او ملاتړ کوي، خو غږ یې پرې وکړ چې په یوې سیمه ایزه لوبه کې خپل هیواد د امریکا د ګټو په لمن کې ونه غورځوي. نوموړي زیاته کړه:

«افغانستان باید د بل چا د اهدافو قرباني نه شي، افغانستان باید زمونږ په ګاونډ کې د لویو قدرتونو په خلاف استعمال نه شي».

دا لومړی ځل نه دی چې امریکا او د کابل حکومت په افغانستان کې د داعش پدیدې ملاتړي بلل کیږي، تر دې مخکې د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر تل ټینګار کړی له داعش سره د ملي امنیت د مرستې او ملاتړ ثبوتونه او شواهد په واک کې لري.

وړاندې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي و چې څو ځله یې په ننګرهار کې داعش د نهايي محوې او تصفیې تر حده رسولی خو ډیر ژر سیمې ته امریکايي الوتکي راغلي او په طالبانو یې بمبار کړی او داعش ته یې د بیاځلي ساه اخیستلو او پښو ټینګولو موقع ورکړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د