نړۍ

روسیه او ناټو د افغانستان په اړه غونډه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف ویلي، چې د روسيې او ناټو استازې د روانې مياشتې په شپږويشتمه د بلجيم په پلازمېنې بروکسل کې د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کوي.

الماني رسنيو د ضمير کابلوف له خولې ليکلي، چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به روسيه د افغانستان په اړه خپل نظر او اندېښنې د ناټو له مسوولينو سره شريکې کړي.

د دغې ناستې کره جزييات تر اوسه نه دي خپاره شوي.

د روسي او ناټو چارواکو غونډه په داسې حال کې کيږي، چې روسيه په افغانستان کې د ناټو ماموریت ته د شک په سترګه ګوري او په افغانستان کې يې د امریکايي پوځيانو اډې د سیمې او روسیې په زیان بللي دي.

په ورته وخت کې د ګډ حکومت ځينې چارواکي، وکيلان او رسنۍ تور پورې کوي، چې مسکو له طالبانو سره نظامي او مالي مرستې کوي.

په افغانستان کې د ناټو قومندان جنرال جون نيکلسون او ځينې امریکايي چارواکو هم دغه ډول څرګندونې کړي، خو د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل ویلي، چې د هر ډول پلټنو او څېړنو سربېره يې تر اوسه داسې معلومات نه دي تر لاسه کړي، چې ګواکې روسيې دې له طالبانو سره مرستې کړي وي.

د ګډ حکومت د ملي امنيت سلاکار حنیف اتمر هم مسکو ته د خپل سفر پر مهال د روسيې او طالبانو د اړيکو تورونه رد کړي وو.

خوه يوه افغان ژورنالېست د نوم نه څرګندولو په شرط نن ټکی اسیا ته ویلي، چې ګډ حکومت غواړي د غیر رسمي څرګندونو له لارې له طالبانو سره د روسيې د مرستو ډنډورې خپرې کړي، تر څو په عام ولس کې د طالبانو اغېز کمزوری کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x