
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶):د هرات ولایت مرکز کې سلګونه تنو د نجونو په ښوونځیو کې د اخلاقي فساد پرضد لاریون وکړ او د پوهنې ریاست له چارواکو یې وغوښتل، چې پر اخلاقي فساد ککړ استادان دې محاکمه کړي.
لاریون کوونکي د «سید محمد قناد» لېسې مخې ته راټول شوي وو او د یادې لېسې ښوونکي یې په اخلاقي فساد تورن کړل.
لاریون کوونکو ویل، د نجونو په دغه لېسه کې نشه يي توکي پلورل کېږي، لوڅ فلمونه کتل کېږي او ځینې ښوونکي د ښوونځي له زده کوونکو د نومرو په بدل کې د جنسي رشوت غوښتنه کوي.
د لاریون کوونکو مشر عبدالواحد حیدري رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د هرات د پوهنې ریاست چارواکو ته یې څو ځلې شکایاتونه کړي؛ خو د پوهنې ریاست چارواکي یې غږ نه اوري او دوی لاریون کولو ته مجبوره شوي دي.
د حیدري په خبره، په دغه ډول پېښو کې د پوهنې ریاست رییس او چارواکي خپله هم ښکېل دي او د دې لېسې پر اخلاقي فساد ککړ استادان له دندې نه ګوښه کوي.
د سید محمد قناد د نجونو په لېسه کې نږدې درې زره نجونې زده کړې کوي، چې ډېری استادان یې نارینه او پر اخلاقي فساد ککړ بلل شوي دي.