افغانستان

کندهار: طالبانو د دولتي ځواکونو بشپړه قرارګاه له منځه وړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): تېره شپه د کندهار په میوند ولسوالي کې طالبانو د ملي اردو پر یوه کنډک ډله ییز برید کړی چې له امله یې تر ۴۰ زیات عسکر وژل شوي دي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د پيښې تصدیق کړی دی خو د نورو معلوماتو ورکولو څخه یې ډډه کړې ده.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري هم د پيښې د تایید تر څنګ ویلي چې سیمې ته یې پلاوی لیږلی تر څو د تلفاتو شمېر معلوم کړي.

د طلوع نیوز د راپور سره سم طالبانو په چشمه سیمه کې پر زرغون کنډک برید وکړ چې له امله یې د یوې امنیتي سرچینې په وینا ۴۳ تنه وژل شوي، ۹ تنه ټپيان دي او ۶ کسان لادرکه دي. سرچینې ویلي چې په دغه قرارګاه کې ټول ۶۰ عسکر مېشت وه.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم د ورته معلوماتو په ورکولو سره ویلي چې ددوی سرتیرو لومړی پر کنډک د «هاموي» موټر په واسطه چاودنه وکړه او بیا یې نور جنګیالي کنډک ته ننوتل او هلته یې شته ټول عسکر ووژل.

نوموړي د وژل شویو عسکر شمېر ۶۰ یاد کړ او وې ویل چې په دغه قرارګاه کې یو عسکر هم ژوندی نه دی وتلی.

قاري یوسف احمدي په خپل اړخ کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو یوې امنیتي سرچینې ویلي چې د جګړې پر مهال بهرنیو ځواکونو په سیمه کې پر طالبانو بمبار وکړ چې له امله یې لس تنه طالبان وژل شوي دي خو ددې خبر تصدیق د طالبانو له لوري او نه هم د ازادو سرچینو له لوري شوی دی.

باید وویل شي چې د غزني ولایت د اندړ ولسوالۍ او پکتیا د مرکز ګردیز وروسته دا دریم لوی برید دی چې طالبانو یې په تیرو ۳ ورځو کې ترسره کوي او په لسګونو دولتي عسکر په کښي وژل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ همدا قرارګاه تېر کال هم په ورته توګه له منځه وړل شوی وو او په لسګونو عسکر په کښي وژل شوي وه. د طالبانو یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې هغه مهال یې دومره وسله نیولې وه چې تر اوسه باندي وجنګېدل، د نوموړي په وینا کیدای شي دا ځل هم طالبانو ډېره زیاته وسله نیولې وي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یوه هاموي موټر او زیاتو مهماتو د نیولو خبر ورکړی دی.

یوې امنیتې سرچینې ویلي چې طالبانو د کنډک تر نیولو او وژنو وروسته قرارګاه بیرته خوشي کړې او پر خپل مخ تللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x