نظــر

ملکی وګړي څوک وژني

زما په اند: په سرینا کی ملکی وکړی چا ووژل او ولی یی ووژل؟

کله چی د سرینا هوټل برید نه خبر شوم ډیر زیات خفه شوم او خدای شته چی د ماشومانو په وژنه ډیر زیات خوابدی شوم . پدی حال کی غربی میډیا او زمونږ غرب پلوه میډیاوو هم دی مسلی ته ښه تود کمپاین وکړ اند تر دی چی خپل هدف ته هم ورسیدل ما هم ددی مسلی ظاهری بڼی ته په کتو دا مسله وغندله خو د تیر په څیر می چی کله د خبری پنځم بعد وڅیړه پوه شوم چی د کاسی لاندی نیم کاسه ده او ددی برید تر شا نور عوامل دی چی غواړم دواړه خواوی یی په منصفانه ډول وڅیړم .

زه داسی فکر کوم چی پدی برید کی ملکیان طالبانو نه بلکه حکومت پلوه ځواکونو یا په قصدی او یا هم سهوه وژلی ځکه طالبانو سره به دومره مرمی چیرته وی چی هر شخص یی پنځه پنځه مرمی ویشتی وای دویمه داچی ددوی هدف د ماشومانو وژل نه وه دریم داچی دماشومانو وژلو کی ددوی وخت ضایع کیده . څلورم دا چی په ملی او بین المللی توګه طالبان نوم بدی کیدل. پنځم دا چی طالبان پدی نامه راغلی چی دالله رضا حاصله کړی خو د ملکیانو په وژنه کی دالله غضب دی نه رضا .

     ولی حکومتی ځواکونو ملکیان ووژل؟

۱. کله چی طالبان په یو ځای حمله وکړی نو حکومتی ځواکونه هغی سیمی ته راځی او بی قید او شرطه په هغه سیمی حمله کوی او د وچو سره لامده هم سوځوی چی ښه مثال یی په کابل کی فروشګاه بزرګ افغان وه چی یو له مخی یی وسوزوله .

۲. حکومتی عسکر پدی ډار سیمی ته ننوزی چی طالبان مو ونه وژنی خو بل مقابل هغوی وایی چی مونږ باید مړه شو.

۳. حکومت غوښتل چی د ملکیانو په وژنی سره ټوله پړه په طالبانو واچوی ترڅو د انتخاباتو په رارسیدو سره عام زهنیت د طالبانو مخالف کړی.

۴. د تیری یوی هفتی بریدونو ته که وګورو نو ومولیدل چی حکومت ته ډیر زیات زیان واوخته  نو که داسی حملی تر انتخاباتو روانی وای کیدای شی چی چا په ټاکنو کی برخه نه وای اخیستی .

۵. د نی اداری غبرګون: کله چی د سردار احمد ټوله کورنی پدی برید کی ووژل شوه نو نی اداری په یو بیساری اقدام سره د طالبانو خبرونه د ۱۵ ورځو لپاره تحریم کړل چی زه دا اقدام د نی اداری خپلواک نه بولم بلکه پلان شوی یی بولم زه د سردار احمد او د هغه د کورنی په وژنی د زړه له تله خفه یم  او عاملینو ته یی له الله نه سزا غواړم او د سردار احمد کورنی ته له الله نه صبر غواړم خو له دی نه ډیر سختی حملی د طالبانو او حکومتی ځواکونو او همدا ډول د ناټو او امریکایانو لخوا شوی ان تردی چی کله غوربند کی عام وګړی ووژل شول طلوع وویل چی پخوانی مړی دی خو نی اداری هیڅ کله هم د ناټو یا د حکومت خبرونه تحریم نکړل.

۶. دحکومت ګټه په تحریم کی : کله چی د طالبانو  خبرونه تحریم شول نو اول خو د عام خلکو ذهنیت د طالبانو خلاف شو دویم داچی  د طالبانو د حملو خبرونه به نه خپریژی  عام هیوادوال به د هیواد له نا امنی نه خبریږی او خلک به وکولای شی چی په انتخاباتو کی په اسانی سره اشتراک وکړی . 

زه د مرحوم سردار احمد کورنی عام وژنه یو سیاسی ښکار بولم.

دا وو یو څو ټکی چی ما ولیکل تاسو ورباند قضاوت وکړی انشا الله چی زما د لیکنی هدف یوازی او یوازی د الله رضا او خلک له حقایقو خبرول دی.

ستاسی ورور

حسن البناء

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x