امریکا له هنده غوښتي، چې پر پاکستان «نظر ساتلو» کې ورسره مرسته وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفيرې نکي هيلي ويلي، چې متحده ایالتونه له هند څخه غواړي، چې د پاکستان څارلو او نظر ساتلو کې ورسره مرسته وکړي.

د نکي هيلي په باور امریکا داسې حکومت نه شي زغملی، چې له ترهګرو سره مرستې کوي او خوندي ځايونه ورکوي.

په واشنګټن کې «د امریکا او هند ملګرتیا ګډې شورا» ته په وينا کې نکي هيلي هند ته وړانديز وکړ، چې که په راتلونکي کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړيتوب غوښتنه کوي، نو بايد د امریکا په «ويټو» په اصولو کې له مداخلې لاس واخلي.

په هند کې  د امریکا د زیاتېدونکي دلچسپۍ په اړه آغلې هيلي وويل، چې هندي الاصله امریکايي سیاستوال ويلي و، چې افغانستان کې د امنيت لپاره د هند د مرستو اړتيا ده، په داسې حال کې واشنګټن هم د افغان جګړې د ژر پای ته رسولو په موخه د نوي ډیلي مرستې ته سترګې پر لاره ده.

نوموړې دا هم وویل، چې هند د افغانستان په بيا رغونې کې پاموړ مرستې کوي، خو پر پاکستان د نظر ساتلو لپاره امريکا د هند مرستو او همکاري ته اړتیا ويني.

نکي هيلي دا هم ویلي، چې له پاکستان سره د ښو اړيکو لپاره امريکا هڅې کوي، خو هند بايد د پاکستان په باره کې له امریکا سره مرسته وکړي، تر څو پاکستان د خپلو کړنو په اړه امریکا ته د ځواب ورکولو مسووليت وپېژني.

ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې سفيرې دا هم وويل، چې د ترهګرو له لاسونو د اټومي وسلو د خونديتوب په موخه بايد جنوبي اسیا له ترهګرو پاکه شي او د دې لپاره امریکا خپل ټول اقتصادي، ديپلوماتيکې او پوځي لارې پر کار اچوي.

د پاکستان او امریکا د اړيکو په اړه نکي هيلي وویل، چې واشنګټن او اسلام اباد له تېرو څو لسيزو شريکه همکاري لري، خو امریکا په نړۍ کې داسې حکومت نه شي برداشت کولای، چې ترهګرو ته خوندي ځايونه ورکوي.

د افغانستان او جنوبي اسيا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرامپ نوې سټراټيژي کې نوموړي پر پاکستان نيوکې کړې وې او په افغانستان کې يې د هند رول تعریف کړی و.

ټرمپ ويلي و، چې له دې وروسته په پاکستان کې د مخالفینو مرکزونه نه شي زغملی او له هنده يې غوښتنه کړې وه، چې په افغانستان کې خپل رول نور هم فعال کړي.

هند او ګډ حکومت د امریکا نوې سټراتيژي مثبته بللې، خو پاکستان، پخواني ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو هېوادونو د ټرمپ سټراتيژي جګړه ييزه بللې ده.

ملګرو ملتونو کې د امریکا سفير په داسې حال کې پر پاکستان د نظر ساتلو غوښتنه کړې، چې پاکستان يو ځل بيا د طالبانو پر خلاف له امریکا او د اشرف غني له ګډ حکومت سره د شريکې جګړې لپاره هوکړه کړې ده.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

دا خر خو یواځې خپلو پيسو په سیاست کې او خپلې وییاګرې دښځو په منځ کې ژوندی ساتلی دی !!
پاکستان به دهند رول هیڅ قبول نکړي !!

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

پتنګ صاحب ! زیات وخت خو ستاسی له عالمانه نظریاتو ګټه پورته کوو ، مګر کله بیا داسی خبری کوی ؟ پخوانی لوی برطانوی هند په نوی دوه غلامو هیوادو ( غلام هند او غلام پاکستان ) ویشل شوی ، په دومره توپیر ( په هغو پوستو چه انګریزانو باید کار کولی اوس هغه انګریزان کار کوی چه نومونه یی د هندوانو او یا مسلمانانو دی . لوی انګریزان جناح ، ګاندی او غفار خان وو او دی . مګر داسی غلامان ( لکه دوه سپی) چه یو بل سره په خوراړه او دشمنیو کی ساتی په ځانګړی ډول پاکستان… نور لوستل »