
بلخ کې شپږ اربکیان او فراه کې شپږ پولیس وژل شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶):د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند شېرجان درانی وايي، تېره په چمتال ولسوالۍ کې طالبانو شپږ اربکیان وژلي او بریدګر له سیمې روغ رمټ وتلي دي.
د دراني په خبره، پېښه د چمتال ولسوالۍ په «جرکلا» سیمه کې شوې ده.
له بل لوري د بلخ امنیه قومندان سمونوال عبدالرزاق قادري بیا وايي، په وژل شویو کې د جر کلا د پوستې قومندان فدامحمد هم شامل دی.
قادري زیاتوي، طالبانو تېره شپه لس بجې د جر کلا پر پوسته برید کړی او د وژل شویو اربکیانو وسلې او مهمات یې هم له ځانونو سره وړي دي.
دی هم مني، چې طالبان ټول روغ رمټ له سیمې په وتلو توانیدلي دي.
طالب ویاندویانو د بلخ د بېګانۍ پېښې په اړه تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د هېواد په ډېرو ولایتونو کې ځايي خلک د اربکیانو له ظلمونو په تنګ راغلي او په شمال کې زیات اربکیان د ځینو زورواکو او جنګسالارانو خلک دي او په قومي وژنو کې ښکېل بلل کېږي.
اخوا، د فراه امنیه قومندانۍ ویاند اقبال باهر بیا وايي، تېره شپه طالبانو د مرکز اړوند په شمالګاه سیمه کې د ملي پولیسو پر پوسته برید کړی، چې شپږ پولیس او شپږ طالبان وژل شوي دي.
د باهر په خبره، په دغه پېښه کې اته طالبان ټپیان شوي هم دي.
خو د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د اوو پولیسو د وژلو خبره کوي او خپل لوري ته هېڅ تلفات نه مني.