نړۍ

سوریه: د بشار الاسد د نظامي ځواک یو مهم قومندان وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): د عصام زهر الدین په نامه د بشار الاسد د پوځ یو لوړ رتبه قومندان په دیر الزور ولایت کې وژل شوی دی.

د سوریې د دولتي چارواکو په وینا نوموړی د دیر الزور ښار په «حویجه» سیمه کې پر یوه ماین وخوت چې له امله یې ومړ.

د الجزیرې د راپور سره سم جنرال عصام زهرالدین د پاڅونوالو په وحشي وژنو تورن وو او په دې وروستیو کې يې د دیر الزور په جګړو کې هم ډېر وحشیانه اعمال تر سره کړي وه.

نوموړی به هغه مهال له ځانه ویډیوګاني کولې کله چې به یې د وژل شویو مخالفینو جسدونو ته توهین کوی.

د سوریې نظامي ځواکونو په تیرو ورځو کې د دیر الزور په ولایت کې د المیادین ښار ونیوی چې د الجزیرې د راپور سره سم د عصام زهر الدین ونډه په کښي ډېره وه. نوموړی په دیر الزور ایالت کې د پوځ عمومي قومندان وو.

که څه هم دولتي چارواکي وايي چې هغه په ماین کې وژل شوی خو د سوریې زیات شمېر ټویټر فعالانو پر بشار الاسد تور پوري کړی چې هغه یې قصدا وژلی ځکه چې د هغه وحشت نور د استفادې وړ نه وو، بلکې په نړیواله سطحه یې د نظامي ځواکونو پر ضد کرکه را پارولې وه.

عصام زهرالدین په دې وروستیو کې په دې هم مشهور شو چې ویل یې له هیواد څخه مهاجر شوي سوریایان که بیا راغلل، دوی به ټول ووژني.

د سوریې ټویټر فعالانو ویلي چې دا هیڅ کله نشي کیدای چې د هغه په سطحه د پوځ مشر دي د پياده ګرځېدو پر مهال د ماین ښکار شي، ځکه چې په وینا یې د هغه شا او مخته به هر کله سخت امنیتي تدابیر نیول کیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x