افغانستانخبرونه

چارواکي: د اندړو جګړه دویمې ورځې ته غځیدلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): د غزني چارواکي وايي، که اندړو ته تازه دمي عسکر ونه رسېږي؛ نو د اندړو ولسوالۍ مرکز د دولت له ولکې وځي.

د غزني امنیه قومندان مل پاسوال محمد زمان رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د اندړو جګړه دویمې ورځې ته غځیدلې او تراوسه ۲۷ عسکر وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د مموزي په خبره، طالبانو په تېرو دوو ورځو کې درې پوستې نیولي او جګړه د ولسوالۍ مرکز ته رسېدلې ده.

د اندړو ولسوال محمد قاسم دیسي‌وال وايي، که له مرکزه مرسته ورسره ونه شي، نو ولسوالۍ یې له ولکې وځي.

د دیسي وال په خبره، د نن ورځې په جګړه کې یې دوه پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دیسي وال د غزني په چارواکو تور ولګاوه، چې په اندړو کې حالت ښه ښيي؛ خو اندړ د سقوط له ګواښ سره مخ ده.

طالبانو دوه ورځې وړاندې د اندړو ولسوالۍ نیولې وه؛ خو د څو ساعته ولکې وروسته یې بېرته دولتي عسکرو ته پرېښوده.

طالبان ادعا کوي، چې د اندړو په جګړه کې یې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې له دولتي عسکرو نیولي او ګڼو پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x