د سعودي یوې الوتکې ۲۷ کاله وروسته بغداد ته پرواز وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ تله، ۱۳۹۶): وروسته تر ۲۷ کالو د سعودي یوې مسافر وړونکې تجارتي الوتکې بغداد ته پرواز وکړ.

د سعودي او عراق تر منځ د ۱۹۹۰ څخه د الوتکو تګ او راتګ هغه وخت بند شوی وو کله چې د عراق پخواني ولسمشر صدام حسین پر کویټ یرغل وکړ.

د سعودي رسنیو د راپورونو سره سم د سعودي الوتکه «فلای ناس» چې د زیاتې برخې ملکیت یې د سعودي امیر ولید بن طلال دی، خپل د لومړني پرواز ټکټونه یې د ټکس نه علاوه په ۷ ډالره خرڅ کړل.

د فلای ناس شرکت اجرائوي مدیر رسنیو ته ویلي چې ددواړو هیوادونو تر منځ د پروازونو بیا پيل به دواړه هیوادونه یو بل ته نور هم نیژدې کړي.

باید وویل شي چې د روان کال ۲۰۱۷ په فروري میاشت کې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عراق ته سفر وکړ او بیا په تیره جون میاشت کې د عراق لومړي وزیر حیدرالعبادي، له هغه وروسته د کورنیو چارو وزیر او بیا شیعه سخت دریځی مقتدی الصدر ریاض ته سفرونه وکړل.

د کتونکو په باور د عراق څخه د سعودي بیلتون اهل سنت کمزوري کړل او ایران ته یې زمینه برابره کړه تر څو د دغه هیواد د پوځ په ګډون په ټولو دولتي ادارو کې نفوذ وکړي او د عراق بهرنی سیاست خپل تابع وګرځوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د